د پاکستان پوځ وایي چې جنگي الوتکو د پنجشنبې په سهار د ډیورند کرښې ته نژدې د وسله والو په مرکزونو بمباري وکړه او ٢٥ ترهگر یې ووژل.
د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې راغلې دي چې د دوی جټ الوتکو نن سهار د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې د پاکستاني طالبانو او د حقاني شبکې غښتلې پټنځایونه بمبار کړل.
د پاکستان صدراعظم د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې یو ځل بیا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړې وه چې پاکستان د خپلې خاورې څخه د ټولو ترهگرو د ورکولو هوډ لري.
نواز شریف زیاته کړه چې په وزیرستان او نورو سیمو کې به تر هغه مهاله د "ضرب عضب" په نامه نظامي عملیات وکړي چې دوی خپل هدف ته ورسیږي.
ښاغلي شریف ویلي و "د ضرب عضب عملیات د ترهگرۍ پرضد په ټوله نړۍ کې تر ټولو ستر عملیات دي چې ١٨٠ زره سرتیري په کې برخه اخلي. دغه عملیات په هېواد کې د ترهگرو پرضد د پام وړ بریالیتوبونه لري."
خو په پاکستانی طالبانو باندې د نظامیانو د عملیاتو برسیره، افغانستان د اسلام اباد څخه شکایت لري چې د افغاسنتان طالبانو ته یې په هغه هېواد کې ځای ورکړی دی او د افغانستان د حکومت پرخلاف یې جنگوي.
د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملگر، ملتونو غونډې ته وویل چې پاکستان باید د ښو او بدو طالبانو توپیر ونکړي. همدارنگه ښاغلي عبدالله د اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل "موږ د پاکستان لخواد ترهگرۍ پرضد عملی گامونه نه دي، که یې وکړل ټول افغانان به یې وگوري."
د افغانستان او پاکستان طالبان د یو بل سره بیل دي، خپل خپل هدفونه لري خو متحدین دي.
پاکستاني چارواکې وایي په وزیرستان کې د دوی د پوځي عملیاتو له امله د ترهگرو بریدونه اویا سلنه کم شوي دي او د افغانستان وایي چې د وزیرستان ترهگر اوس په افغانستان کې بریدونه کوي.