د لاس رسي وړ اتصالات

آیا عمران خان په هغه د لګیدلو ترهګرۍ تورونو له کبله بندي کیدی شي؟


د پاکستان له واکه په غورځول شوي صدراعظم عمران خان د ترهګرۍ تورونه لګیدلي او دوشنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) که محکمې مداخله نه وی کړې چارواکو ښاغلی خان نیوه.

د عمران مدافع وکیل بابر اعوان په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې د پایتخت اعلی محکمې تر پنجشنبې پورې مخکني صدراعظم ته تر نیول کیدو وړاندې ضمانت ورکړی تر څو پدې موده کې د محکمې اړوند بهیر طی شي او په هغه باندې د لګیدلو تورونو خلاف عریضه وکړي.

د تحریک انصاف ګوند د ترهګرۍ دا تورونه غندلي او هغه یې د صدراعظم شهباز شریف د حکومت لخوا غیر قانوني او د سیاسي دلایلو پر اساس کړنې بللې چې هدف یې د سیاسي مخالفینو غلي کولي دي.

په مخکني صدراعظم د ترهګرۍ دا تورونه د شنبې په ورځ وروسته تر هغه ولګیدل چې هغه په اسلام آباد کې د وینا پر مهال د پولیسو په یو جګپوړي افسر او یوې قاضۍ تور پورې کړ چې د ښاغلي خان یو نږدې سلاکار شهباز ګل یې شکنجه کړی.

عمران خان دي قاضۍ د او د پولیسو مشر ته په خطاب کې کې وویل، "تاسو هم نه پریږدو. ستاسو پر ضد به حقوقي دعوا وکړو".

خو بل پلو بیا حکومت په عمران خان د لګیدلو تورونو دفاع کړې او پدې ټینګار کوي چې د عمران خان د وینا مقصد په پولیسو او قضایه قوې کې د ترهګرۍ خپرول دي او هغوي دیته نه پریږدي چې خپلې چارې پر مخ بوخي.

که چیرته ۷۰ کلن عمران خان پدې تورونو کې مجرم وبلل شي، د پاکستان د ترهګرۍ د قانون له مخې به ښایي څو کاله بندي شي.

خو بل پلو بیا د هغه په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مشرانو او پخپله د ښاغلي خان پلویانو خبرداری ورکړی چې که مشر یې ونیول شي، په پایتخت اسلام آباد کې به پراخې مظاهرې وکړي.

علي امین ګنډاپور چې د عمران خان په حکومت کې وزیر و پدې هکله یې په ټویټر کې لیکلي، "که عمران خان ونیول شي، مونږ به اسلام آباد ونیسو".

عمران خان د روان ۲۰۲۲ کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې په پارلمان کې د نه باور رایې تر لاسه کولو له کبله له واکه لیرې شوی په هیواد کې د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه کوي خو د شهباز شریف په مشرۍ حکومت وایي چې انتخابات به پخپل وخت کیږي.

ښاغلی خان په حکومت د فشار راوړلو لپاره د هیواد په ګڼ شمیر سیمو کې غټې غونډې کوي او ملت ته ویناوې کوي.

تازه غونډه یې دوشنبه اګست ۲۲ په اسلام آباد کې وه. پدې غونډې کې عمران خان په هغه لګیدلي د ترهګرۍ تورونه وغندل او دا یې خپل قانوني حق وباله چې د خپل نږدې سلاکار په هکله د هیواد د سترو قضایي ادارو څخه د انصاف غوښتنه وکړي.

عمران خان وویل چې شبهاز ګیل پولیسو تښتولی او وروسته یې شکنجه کړی هم دی.

مخکني صدراعظم پدې وینا کې وویل، " ما وویل چې د هغوي (پولیسو مشر او قاضۍ) په خلاف قانوني اقدام کوو. دا ټول شیان څرګندوي چې مونږ په پاکستان کې د قانون حاکمیت نلرو".

ښاغلي خان پخپلو خبرو کې دا یادونه هم وکړله چې له واکه تر غورځیدو وروسته پرې د ترهګرۍ ددې تورونو سر بیره ۱۶ نور تورونه هم لګیدلي دي.

XS
SM
MD
LG