د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: په انتخاباتو کې د پوځ لاس وهنه پاکستان اقتصادي ناورین ته ټیل وهي


عمران خان خپلو زرګونو پلویانو ته د شنبې په ورځ ناوخته د لاهور په ښار کې وینا وکړله.
عمران خان خپلو زرګونو پلویانو ته د شنبې په ورځ ناوخته د لاهور په ښار کې وینا وکړله.

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان یو ځل بیا د وخت څخه وړاندې عمومي انتخاباتو غوښتنه کړې او ادعا یې کړې چې په انتخاباتو کې د پوځ لاس وهنې دا هیواد د اقتصادي بحران ژۍ ته ورټیل وهلی.

ښاغلي خان شنبه مارچ ۲۵ (کب۵) ناوخته د لاهور په ښار کې خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې دا تور هم ولګاوه چې د هغه په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د غړیو د ځپلو تر شا د پوځ لاس دی او کوښښ کوي چې پرې نږدې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

عمران تور پورې کړ چې پوځ کوښښ کوي دی د سیاست څخه منع کړي ځکه هغوي ویره لري چې زه به په عمومي انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د همدې کال په پای کې وشي، ستر بری ولرم.

د تحریک انصاف ګوند مشر پوځ ته په اشارې پخپلو خبرو کې وویل، " زه پوهیږم تاسو (پوځ) پریکړه کړې چې عمران خان بیا واک ته رسیدو ته پرې نږدئ. زه لدې سره جوړ یم، خو آیا تاسو کوم پلان لرئ او پدې پوهیږئ چې څنګه هیواد د اوسني کړکیچ څخه وباسئ؟"

سره لدې چې حکومت کوښښ کړی و خلک د عمران خان جلسې ته پرې نږدې او په لارو کوڅو کې یې کانټینرونه ځای پر ځای کړي و، خو د غونډې تنظیمونکي وایي چې زیات شمیر خلکو پدې غونډې کې برخه اخیستې وه.

مخکني صدراعظم پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې حکومت یې پر ضد د ترهګرۍ، خیانت، فساد او مقدساتو ته د سپکاوي پورې تړلي څه باندې ۱۰۰ قضیې ثبت کړي خو عمران خان دا ټول تورونه رد کړي او وایي چې سیاسي بڼه لري.

خو بل خوا بیا حکومتي چارواکي وایي چې د ښاغلي خان پر ضد حقوقي قضیې تر ۴۰ ډیرې ندي.

عمران خان یو ځل د وخت څخه د وړاندې انتخاباتو غوښتنه وکړله او ټینګار کوي چې داسې حکومت چې د ولس ملاتړ ورسره وي، کولی شي په هیواد کې اقتصادي اصلاحات راولي چې ډیره اړتیا ده ورته او همدارنګه به د نړیوالو پور ورکوونکو اعتبار تر لاسه کړي.

په عین حال کې پاکستاني مطبوعاتو ویلي چې لس ګونو تلویزیوني چینلونو د شنبې په ورځ د عمران خان د ګوند د غونډې په هکله خبرونه ندي خپاره کړي او دا کار یې د حکومت د فشار له کبله کړی. د عمران خان خبرې د تحریک انصاف ګوند اړوند ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له پلان سره د هېواد د صدراعظمۍ څوکۍ ته ورسېد، خو مخکې له دې چې د صدراعظم په توګه خپله دوره بشپړه کړي، د دغه هېواد پارلمان د نه باور رايې له لارې هغه بې واکه کړ او له صدراعظمۍ يې لرې کړ. خان له هغه وروسته په دې هیواد کې د مخکې له وخته انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG