د لاس رسي وړ اتصالات

په لسهاو زره پاکستانیانو ته د کورونو د تخلیې امر شوی


د پاکستان چارواکی هغه ۴٠٠ زره خلک دې ته هڅوی چې له جنوبی ښارونونه ووزی ځکه دغه ښارونه د نوي سېلاب دراتللو له خطر سر ه مخ دي.

چارواکیو د پنجشنبی په ورځ وروسته له هغه نه خبرداری خپور کړ چې د اباسین سیند اوبو د سند په اېالت کې ېو بند خراب کړ.

چارواکي وايي چې د د سجاول ، مېرپور بټورو، او ډارو سېمی له خطر سره مخ دي. چارواکېو د ټټه په اولسوالې کې کار شروع کړېدی چې د سیند د غاړو موړې او دیوالونه تقویه کړي چې اوبه پرې وانه وړي.

د خلکو دتخلېه کولو لپاره له پوځ نه هم مرسته غوښتل شوېده. په داسی حآل کې چې د پاکستان په ېو شمېر سېموکې د سېلاب اوبه کمی شوېدی خو چارواکی وايي چې د عربو په سمنرکې لوړې څپې ددې سبب شوېدی چی په سند کې د نوي سېلاب دراتللو خطر زېات کاندی.

په پاکستان کې د پشه کال بارانونه تقرېبا له ېوې مېاشتی راهېسی شروع شوېدی او تقرېبا ١٦٠٠ کسان ېې وژلی دی. رپوټ وايی چې سېلابونو په ټول پاکستان کې تقرېبا شل ملېونه خلک ځپلی دی.

پاکستان او دامرېکا متحده اېالاتو خبرداری ورکړېدی چی اسلامی افراطېان ښاېي له دغه مصېب نه گټه واخلی.

د پنجشنبی په ورځ دامرېکا ېوه چارواکی ، چې نوم ېې نه ښوده ، د بی بی سی راډېو او داې اېف پې خبری اژانس ته ووېل چې د پاکستان افراطېان ښايي هغه خارجېان په نښه کړی چی د مرستو د مامورانو په توگه خلکو ته خېرېه کومکونه رسوی.

دطالبانو نطاق دامرېکا دمرستو دمقصد په باب د پنجشنبی په ورځ ېوه خبری اژانس سره د خبرو په ترڅ کې پوښتنی را منځته کړلی او وېل چې دغه ډله به دامرېکا مرستی تحمل نکړی.

دملگرو ملتونو ېو نطاق دغه راز هر عمل غېر انسانی وباله.

XS
SM
MD
LG