د لاس رسي وړ اتصالات

د پوځ او حکومت تر منځ اختلاف نشته، ګیلاني


د پوځ او حکومت تر منځ اختلاف نشته، ګیلاني
د پوځ او حکومت تر منځ اختلاف نشته، ګیلاني

د پاکستان صدراعظم هغه آوازې رد کړي دي چي وایي د حکومت او اردو تر منځ د هغه یوه وروستي لیک په سر اختلافات را پیدا شوي دي چي واشنګټن ته استول شوی و او د اردو له خوا د کودتا کولو د خطر مخنیوی په کي غوښتل شوی و.

د پاکستان د حکومت او اردو تر منځ په دې وروستیو وختو کي جنجالونه او تاو تریخوالی مخکي له دې چي ستره محکمه ددې دسیسې په اړه پوښتني پیل کړي، زیات شوی دی. د هغه هیواد د جمهوررئیس آصف علي زرداري غیابت چي خارج ته د صحي علاج د پاره تللی دی، دا آوازې نوري هم پسې قوي کړي دي چي حکومت د بحران سره مخامخ دی.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني پرون د هغه هیواد د پوځ د لوي درستیز ( جنرال اشفاق کیاني ) سره وکتل چي ددغه لیک په هکله خبري ورسره وکړي.

ښاغلي ګیلاني له دې ملاقات نه وروسته په یوه بیانیه کي وویل چي دی دا فکر ردوي چي د حکومت او اردو تر منځ دي کومه ستونزه موجوده وي.

هغه وویل چي د پاکستان حکومت او د هغه مؤسسې ددیموکراتیک او نیکمرغه پاکستان د آیندې د پاره د اساسي قانون نقش او خپلو مسئولیتونو ته متعهدي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ( جنرال اشفاق کیاني ) وایي چي هغه وروستی لیک چي اردو یې په دې تورنه کړې ده چي د جمهوررئیس د راپرځولو دسیسه یې کوله، داسي یوه هڅه وه چي د اردو مورال کمزوری کړي.

جنرال کیاني د پاکستان ستري محکمې ته په یوه بیانیه کي ویلي دي چي دې لیک « په ملي امنیت باندي ناوړه تاثیر کړی دی. » هغه د ستري محکمې نه وغوښتل چي ددې لیک په اړه دي بشپړ تحقیقات وکړي چي څنګه او د چا له خوا لیکل شوی دی.

جنرال کیاني او د پاکستان د استخباراتو رئیس ( احمد شجاع پاشا ) دواړه وایي چي دوي هغه شواهد مني چي د یوه پاکستاني الاصله امریکایي سوداګر

( منصور اعجاز ) له خوا برابر شوي او په کي په امریکا کي پخوانی سفیر

( حسین حقاني ) په دې تورن شوی دی چي دغه لیک یې لیکلی و.

حقاني ددې لیک سره هر راز رابطه رد کړې ده، مګر دا موضوع تیره میاشت د هغه د استعفی سبب وګرځید.

اعجاز د اکتوبر په میاشت کي یوې ورځپاڼي ته یو مضمون ورکړی و او په کي یې په ښاغلي حقاني باندي تور لګولی و چي په دغه لیک کي یې په پاکستان کي د نظامي کودتا د مخنیوي د پاره د امریکا مرسته غوښتې وه. د رپوټونو له مخي دغه لیک د مې په میاشت کي ( امیر البحر مایک مولین ) ته چی په هغه وخت کي د امریکا د اردو د لویو درستیزانو رئیس و، استول شوی و.

ټاکل شوې د پاکستان ستره محکمه ددوشنبې په ورځ خپله استماعیه غونډه بیا جوړه کړي او په کی د هغه هیواد د یوه مخالف مشر ( نواز شریف ) له خوا په وړاندي شوي عریضې باندي چي ددې پېښي تحقیقات یې غوښتي دي بحثونه وکړي.

XS
SM
MD
LG