د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري نوی صدر اعظم ونوماوه


د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري د نساجيو د صنایعو وزیر مخدوم شهاب الدین د هغه هیواد د صدراعظم په توګه نومولی دی.

ښاغلی زرداري د خپلو متحدانو سره په یو لړ جنجالي خبرو اخته دی او کوشش کوي دداسي صدراعظم پر راتگ روغي جوړي ته سره ورسیږي چي د یوسف رضا گیلاني چي ددې هفتې په سر کي د ستري محکمې له خوا برطرفه سو، ځای ونیسی.

شهاب الدین به نن د پنجشنبې په ورځ وروسته ددې چوکۍ لپاره خپل کاغذونه ترتیب کړي. د حکومت یو بل وزیر ( راجا پرویز اشرف ) به هم د یوه بل کاندید په توگه په نظر کي ونیول سي.

د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري د هغه هیواد د پارلمان غړي رابللي دي چي ددې اونۍ په پاي کي غونډه وکړی او د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني پرځاي چي د ستري محکمې له خوا برطرفه شوی دی، کوم بل څوک انتخاب کړي.

د جمهوررئیس آصف علي زرداري دفتر پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي ښاغلي زرداري ولسي جرګه احضار کړې ده چي د جمعې په ورځ غونډه وکړی.

قاضي القضات افتخار چودري په خپله فتوا کي ویلي دي چي څرنگه چي ښاغلي گیلاني د محکمې د حکم نه وروسته چي هغه یې ملزم کړی دی، استیناف نه دی غوښتی نو هغه د پاکستان د پارلمان د یوه غړي په توگه نور مستحق نه دی او د صدراعظمي چوکۍ ته هم دوام نه سي ورکولای. د ښاغلي گیلاني مدافع وکیل وایي چي دده موکل به د خپلي برطرفۍ په خلاف مبارزه ونه کړي.

په پاکستان کي د پارلماني انتخاباتو وخت راتلونکی کال دی، مگر کارپوهان وایي چي د ستري محکمې دا پریکړه د وختي انتخباتو امکانات برابروي.

XS
SM
MD
LG