د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو درې تنه ووژل


پاکستاني طالبانو درې تنه ووژل
پاکستاني طالبانو درې تنه ووژل

په شمال ختیځ پاکستان کې چارواکي وایي، جګړه مارانو پرون د تالاشی په یوې پوستې باندې حمله وکړه، د امنیتی پوستې یو تن او د طالبانو ضد لږ تر لږه دوه نور کسان یې ووژل.

مقامات وایي امنیتي قواوو او محلي قبایلي سړیو ورسره جګړه وکړه او لس جګړه ماران یې ووژل.

تر اوسه هیڅ ډلې د خیبر په قبایلي سیمه کې ددې حملې مسولیت په غاړه نه دی اخستی. خو پاکستاني طالبانو پخوا په امنیتي قواوو او قبایلی سړیو باندې چې د دوی مخالف دي، پرله پسې دغسې حملې کړیدي.

بې پیلوټه الوتکه رالوېدلې

دغه مامورین وایي، د پاکستان په شمال ختیځی سیمې کې بله پیښه دا ده چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه (ډرون) د افغانستان سرحد ته نژدی غورځیدلې ده.

مقامات وایي دغه الوتکه پرون شپه، د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان په جنګارا نومي کلي کې لوېدلی ده.

امریکایي چارواکي په ښکاره دا خبره نه کوي چې په پاکستان کې د ډرون الوتکو نه کار اخلي، خو په خصوصي توګه یې مختلفو خبري منابعو ته ددې الوتکواستعمال تایید کړیدی.

پاکستاني رهبرانو دا حملې د خپل ملک په ارضي تمامیت باندې تیری بللی او غندلي یې دي.

XS
SM
MD
LG