د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په سرحدي پوستو باندې بریدونه، 36 مړه


د پاکستان په سرحدي پوستو باندې بریدونه، 36 مړه
د پاکستان په سرحدي پوستو باندې بریدونه، 36 مړه

پاکستاني چارواکي وایي چي په سلګونو یاغیانو د افغانستان نه د سرحد په اوږدو کي په څو پاکستاني تاڼو باندي حملې کړي، لږترلږه 36 کسه یې وژلي دي.

مامورینو وویل چي په دې حملو کي چي نن د شنبې په ورځ شوي دي، یاغیانو ته زیات تلفات اوښتي دي، مګر هغوي ونه ویل چي دا تلفات څومره وو.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چي دا حملې د چترال د ولسوالي د ( ارندو ) په کلي کي چي د افغانستان نورستان ته نژدې دی، شوي دي. یاغیانو وروسته سرحد ته نژدې په نوروسیمو کي هم حملې وکړې.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کي دداسي حملو په وجه په دې وروستیو وختونو کي ددواړو ملکونو تر منځ تاوتریخوالی په داسي حال کي زیات سوی دی چي دواړه د طالبانو او القاعدې مربوطو یاغیانو سره په دوامدارو جگړو اخته دي.

واشنګټن په پاکستان باندی فشار زیات کړی دی چي ددغو یاغیانو په مقابل کي قاطع اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG