د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د محسن داوړ سره مرکه کونکی خبریال بندي کړی


پاکستان د شمالي وزیرستان د پیښې نه وروسته د یو ځایي ټلویژن خبریال د محسن داوړ سره د مرکې په تور نیولی دی

په پاکسان کې د پښتو ژبې د چینل خیبر ټي وي یو خبریال گوهر وزیر د هغې نه وروسته چې په بنو کې یې د پښتون تحریک د پلویانو په یوه غونډه رپورټ ورکړ او د محسن داوړ سره یې مرکه وکړه، د پاکستان امنیتي عسکرو ونیوه.

د دغه ځایي چینل یو خبریال سید وقاص شاه پدې اړه ټویټ وکړ:

"د خیبر ټي وي خبریال گوهر وزیر په بنو کې د پي ټي ایم د یوې غونډې نه وروسته کور ته په لاره امنیتي عسکرو نیولی دی او نامعلوم ځای ته انتقال شویدی."

د گوهر وزیر دغه مرکه چې د وزیرستان د پیښې نه وروسته د محسن داوړ سره لمړۍ مرکه وه، په زرگونو ځله شریکه شوه. پدغه مرکه کې داوړ په ځان د لگیدلې تورونو سپیناوې وکړ چې وایي هغه او علي وزیر په امنیتي پوستې وسله وال برید کړیدی.

د خبریال نیولو ته غبرگونونه

د گوهر وزیر د نیول کیدو نه وروسته په پاکستان کې خبریالانو دغه پیښه وغندله او د حکومت نه یې د هغه د ازادیدو غوښتنه وکړه.

پدغه لړ کې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ټولنې (CPJ) هم یوه مقاله خپره کړه او د گوهر وزیر د ازادیدو غوښتنه یې وکړه. دغه مقاله لیکي:

"گوهر وزیر د رپورټنگ کولو په تور نیول شویدی او باید یو څوک هم د خپلې دندې ترسره کولو په تور ونه نیول شي"

د جیو ټلویژن خبریال سیلم صافي په خپل ټویټر ولیکل

"خبریال گوهر وزیر دې سمدستي پریښودل شي. که د محسن داوړ سره خبرې کول جرم دی نو بیا خو دې صدراعظم او هغه وزیران هم ونیول شي چا چې څو ورځې مخکې د محسن داوړ په مشرۍ کې یوه لایحه منظوره کړه. د هغوي لپاره او د خبریالانو لپاره دوه مخې تگلاره ولې؟"

د پاکستان یو بل مشهور خبریال ضیا الرحمان هم په یو ټویټ کې ولیکل چې خبریالي جنایت نه دی. هغه لیکلي

"خبریالي جنایت نه دی. گوهر وزیر دې ازاد کړل شي."

په پاکستان کې خبري رسنۍ د پي ټي ایم په اړه د هیڅ ډول رپورټونه د خپرولو نه منع کړل شویدي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله ټولنه لیکي چې د گوهر وزیر په شمول ٢١ تنه نور هم د بنو غونډې ته د تگ له کبله نیول شویدي.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې د دغه خبریال او د نورو فعالانو د نیول کیدو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG