د پاکستان د خیبر پښتونخواه چارواکي وایي چي د یوه مارکیټ په یوه رستوران کي د بم چاودنه شوې، اته کسه یې وژلي او لس کسه نور یې زخمي کړي دي.
مامورینو ویلي دي چي دا حمله نن د شنبې په ورځ د باجوړ د قبایلي سیمي د( سالارزو ) په یوه بازار کي وشوه.
محلي چارواکو وویل چي په مړو کي د حکومت دوه طرفدار مشران هم شامل وو.
یاغي طالبانو په تیرو وختونو کي هم د سالارزو د قبیلې په غړو باندي حملې کړي دي او دا ځکه چي هغوی د خپلي سیمي نه د طالبانو د ایستلو د پاره ملیشې جوړي کړي دي.
د نننۍ حملې په باب چا څه نه دي ویلي چی چا کړې ده.
له بلې خوا:
د امریکا د واشنگټن پوسټ مهمه ورځپاڼه وایي چي د پاکستان د اردو د لوړ رتبه صاحب منصبانو اندیښنې له دې کبله ورځ په ورځ زیاتیږي چي په هغوي کی یې ځیني د یاغیانو سره په هغه مبارزه کي برخه لري چي ددولت په خلاف یې کوي.
واشنگټن پوسټ وایي چي دا اندیښنې په خاصه توگه هغه وخت زیاتي او جدي شوي دي چي د امریکا کوماندو عسکرو ددې میاشتی په سر کي د القاعدې مشر
اسامه بن لادن په یوه پټه حمله کي وواژه.
ورځپاڼه وایي چي د پاکستان لوړرتبه نظامي قوماندان جنرال ( اشفاق کیاني ) چي کله واوریدل چي بن لادن د پاکستان یوې معتبري نظامي اکاډمۍ ته نژدې ووژل سو، نو ټکان یې وخوړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن پرون د جمعې په ورځ اسلام اباد ته ناڅاپي سفر وکړ او د هغه هیواد د جمهوررئیس، صدراعظم او نورو چارواکو سره یې وکتل.
هغې وویل چي امریکا په « مطلق ډول » هیڅ دا یقین نه لري چي د پاکستان کوم لوړ پوړی چارواکی دي په دې خبر و چي بن لادن چیرته دی. مگر هغې وویل چي پاکستاني مشرانو دا خبره یاده کړې چي یو چا به په کوم ځای کي د بن لادن سره مرسته کوله او دا چي پاکستان په دې اړه تحقیقات کوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چي په یاغیانو کي د پاکستان د اردو د غړو د ورګډیدلو په باب اندیښنې په دې هفته کی په کراچی کي د سمندري قواو په یوې اډې باندي د حملې نه وروسته هم زیاتی شوي دي چي په دې حمله کي یاغیانو د ښو غټو او درندو وسلو نه کار واخیست او دا یقین یې نور هم پسې زیات کړ چي په دې حمله کي خپله دداخل له خوا مرسته شوې وه.