د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې پنځه عسکر وژلي دي


پوځ ویلي چې په برید کې ۵ عسکر وژل شوي او په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.
پوځ ویلي چې په برید کې ۵ عسکر وژل شوي او په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

وسله والو په بلوچستان کې د پوځ په ګزمې برید کړی، لږ تر لږه پنځه عسکر یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې برید د بلوچستان ایالت د سبي په ولسوالۍ کې شوی. په اعلامیې کې ویل شوي چې وسله وال د برید نه وروسته تښتیدلي دي.

پوځ وایي چې په سیمه کې د لټون عملیات روان چې معلومه کړي وسله وال څوک. د پوځ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې عسکرو ځوبي ډزې کړي خو دا یې ندي ویلي چې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو په سیمه کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ وسله والې ډلې وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د پوځ په اعلامیې کې هم ندي ویل شوي چې دا برید چا کړی او د وژل شویو عسکرو د هویت په هکله هم څه ندي ویل شوي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ او د اسلامي دولت یا داعش ډله هم پدې سیمه کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG