د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ډیورنډ کرښې د خندق په هکله مو دریځ سم دی


د ډیورنډ په کرښه دوې رسمي د تگ او راتگ لارې دي او پاکستان اټکل کوي چې ٥٠٠٠٠ افغانان هر ه ورځ په دغو لارو تگ او راتگ کوي.
د ډیورنډ په کرښه دوې رسمي د تگ او راتگ لارې دي او پاکستان اټکل کوي چې ٥٠٠٠٠ افغانان هر ه ورځ په دغو لارو تگ او راتگ کوي.

پاکستان د افغان حکومت هغه انتقادونه رد کړي دي چې پوځ یې د ډیورنډ په اوږدو کې د خندق کیندل پیل کړي دی.

پاکستان وایې چې د پروژي هدف یې د ترهگرو د تگ او راتگ، د مخدره موادو او انسانې قاچاق مخنیوی دی.

د امریکا غږ خبریال ایاز گل د اسلام آباد څخه په خپل راپور واېې، پاکستانې ځواکونو د بلوچستان صوبي په جنوب ختیځ کې د یو خندق کیندل پیل کړي دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ٢٥٠٠ څخه زیات سرحد نیمایې برخه تر پوښښ لاندي راولي. دغه خندق دوه میټره ژور او دری میتره پراخ دی.

د پوځ چارواکي واېې داسي توقع ده چې ددغه خندق د کیندلو کار به په راتلونکې میاشتي کې پای ته ورسیږي.
د پوځ چارواکي واېې داسي توقع ده چې ددغه خندق د کیندلو کار به په راتلونکې میاشتي کې پای ته ورسیږي.

د پوځ چارواکي واېې داسي توقع ده چې ددغه خندق د کیندلو کار به راتلونکې اونۍ پای ته ورسیږي.

دوي وایې داسي باور لري چې ددغه خندق کیندل به د خلکو د غیرقانوني تگ او راتگ او د ترویستي فعالیتونو په کومولو کې مرسته وکړي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د خرابیدو مهمه وجه گرځیدلې ده.

د پاکستان د پوځ تورن جنرال عاصم سلیم باجوه د امریکا غږ ته وویل چې دغه پروژه د هغو امنیتي او اداري اقداماتو یوه برخه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دغه غرني سرحد د خوندیتوب دپاره یې اخیستي دي.

د پاکستان د پوځ تورنجنرال عاصم سلیم باجوه د امریکا غږ ته وویل چې دغه پروژه د هغو امنیتي او اداري اقداماتو یوه برخه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دغه غرني سرحد د خونیتوب دپاره یې اخیستي دي.
د پاکستان د پوځ تورنجنرال عاصم سلیم باجوه د امریکا غږ ته وویل چې دغه پروژه د هغو امنیتي او اداري اقداماتو یوه برخه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دغه غرني سرحد د خونیتوب دپاره یې اخیستي دي.

هغه د دغه خندق د کیندلو په اړه د کابل اندیښنې او انتقادونه رد کړل.

هغه وویل " موږ باید د خپل سرحد خونديتوب او ساتنه وکړو. نو هر څه چې د سرحد په دې غاړه زموږ په سیمه کې کیږی دا قانوني کار دی،."

باجوه زیاته کړه چې د ،،ضربې حزب،، په نامه پوځي عملیات چې په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د افغانستان پولي ته نږدی روان دي، د هغو هڅو برخه ده چې دغه بې ثباته سیمه د بهرنيو او محلي تروستانو څخه پاکه کړل شي چې د پولې دواړو خواو امنیت ته ېې خطر پېښ کړی دی.

هغه زیاته کړه " د سرحد په اوږدو کې ډیر داسې گامونه اخیستل شوي دي چې امنیت یې کلک شي. د ضربې حزب پوځي عملیات د قبایلې سیمي په شمال غرب کې په يوي خاصې سیمې کي جاري دي، خو موږ د افغانستان سره ډیر اوږد سرحد لرو چې د ٢٥٠٠ کلومیترو څخه زیات دی. په دی خاطر د سرحد په مختلیفو برخو کې امنیتې گامونه اخیستل شوي دي".

د پاکستان پوځ وايې چې د وزیرستان په پوځي عملیاتو کې یې د ١٠٠٠ په شاه خوا کې وسله وال مخالفین وژلي دي. او پاکستان د پوځ د ٨٠ څخه زیات سرتیري هم وژل شوي دي.

افغان چارواکي له ډیر وخت راهیسې شکایت کوي چې وسله وال جنگیالي د پاکستان سرحدي سیمې استعمالوي چې په افغانستان کې د طالبانو جنگ پرمخ یوسي.

افغان حکومت د ډیورنډ کرښه نړیوال سرحد نه مني او د هر داسي یو گام په سخته مخالفت کوي چې دغه کرښه دایمي کړي.

د افغان حکومت غبرگون

افغان ولسمشر حامد کرزي د لوړې کچي یو ځانگړی کمیسون ټاکلی دی چې د پاکستان ددغې پروژي په اړه تحقیقات وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د پاکستان لخوا د خندق کیندلو په کار باندې انتقاد کړی دی " موږ به دا مسله څیړو. دا معلومات به وگورو چې په کوم ځای کې دوي خندقونه کیندلي دي. اول دا چې موږ دا په کلکه غندو او دا هیڅ توجې کیدای نشي نو موږ به دامسله په کامل توگه باندې څیړو، او گورو به چې د هیت د څیړني نتایج به څه وي،."

د افغانستان د مشرانو جرګه هم د پاکستاني پوځیانو دغه اقدام د منلو وړ نه بولي.

د مشرانو جرګې پرون فیصله وکړه چې د سې شنبې په ورځ دي امنیتي چارواکي د مشرانو جرګې ته د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني سرتیرو له خوا د خندق یا کندې د کیندلو په اړه وضاحت ورکړي.

د پاکستان د سرحدي قواو چارواکو څو ورځې وړاندې د کوټې یو شمیر خبریالان د خندق د کیندولو ساحې ته وروستي وو، چې دخندق کیندلو د پروژي په اړه معلومات ورکړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه خندق۴۸۰ کلومېتره اوږدوالی لري چې له کندهار به تر پکتیکا پورې به وکېندل شي.

د ډیورنډ په کرښه دوې رسمي د تگ او راتگ لارې دي او پاکستان اټکل کوي چې ٥٠٠٠٠ افغانان هر ه ورځ په دغو لارو تگ او راتگ کوي. اسلام اباد پخوا ددې هڅه کړې وه چې د بایو میټرک سیسټم ولگوي چې هغه کسان چې په دغو لارو سفرونه کوي پیږندنه یې وشي، خو د کابل لخوا د سخت غبرگون وروسته دا کار ودرول شو.

د ډیورنډ په کرښه دوې رسمي د تگ او راتگ لارې دي او پاکستان اټکل کوي چې ٥٠٠٠٠ افغانان هر ه ورځ په دغو لارو تگ او راتگ کوي.
د ډیورنډ په کرښه دوې رسمي د تگ او راتگ لارې دي او پاکستان اټکل کوي چې ٥٠٠٠٠ افغانان هر ه ورځ په دغو لارو تگ او راتگ کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند بجوه وايې دا ډیره اړینه ده چې دواړه هیوادونه د سرحد امنیت کلک کړي، خو هغه وایې، افغانانو تراوسه په دې برخه کې ډیر څه نه دي کړي چې په پاکستاني تاسیساتو باندې د افغانستان د خاورې د حملو مخه ونیسي.

نوموړی زیاتوي "،زه به تاسو ته په ډیرې ایماندارۍ ووایم، زه اوس هم دی ته انتظار یم چې د سرحد دهغې خوا څخه دپام وړ گامونه واخیستل شي ترڅو د ترویستانو مخه ونیول شي. نو ډیر څه شته چې د سرحد دهغې خواه باید ترسره شي."

افغان چارواکو بیا پاکستان په دی تورن کړ چې د فراري افغانانو او د نورو وسله والو مخه نه نیسي چې د پاکستان خاوره کاروي او په افغانستان کې په محلي او بهرینو ځواکونو باندې بریدونه کوي.

د هغو دواړو هیوادونو تر منځ په دوو اړخیزو اړیکو کې د تشنج مهمه برخه پر یو بل باندې تورنه دي.

XS
SM
MD
LG