د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ پیښور کې اوه تنه د اکسجن د نشتوالي په وجه مړه شول


د پیښور ښار مقامات وایي چې په کروناویروس اخته اوه ناروغان د خیبر پښتونخوا په ستر تدریسي روغتون کې د اکسیجن د نشتوالي په وجه مړه شوي دي.

ددغه روغتون ویاند فرهاد خان، وویل هغه شرکت چې د اکسیجن بالونونه ډکوي، ویې نشو کړای چې په وخت سره بالونونه روغتون ته ورسوي.

دغه روغتون د اړتیا وړ اکسیجن د هغو خرڅونکو څخه ترلاسه کوي چې د پیښور په ۱۹۰ کیلومترۍ کې د راولپنډۍ په ښار کې اوسیږي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا ایالتي وزیر تیمور صایم جهګرا،‌ په ټویټر لیکلي چې د روغتون مسولینو ته د پلټنو امر شوی او ورته ویل شوي چې په ۴۸ ساعتونو کې ددغې پیښې د مسولینو پر وړاندې اقدامات وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې ۵۸ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي چې پدې توګه پدې هیواد کې د کروناویروس د مړینو شمیر ۸۳۶۱ تنو ته ورسید.

د وروستیو شمیرو له مخې په پاکستان کې څه دپاسه ۴۱۶ زره کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

کروناویروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د چین د ووهان ایالت په هوبي ښار کې رامنځ ته شو او بیا په نړیواله وبا واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون شمیرې ښیي چې د یکشنبې تر ورځې دسمبر شپږمې (لیندۍ ۱۶) پورې په نړۍ څه دپاسه یو میلیون او ۵۲۹ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي او څه دپاسه ۶۶ میلیون او ۵۷۰ زره کسان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG