د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د بندي امریکايي میرمن د هغه د خوشي کیدو غږ کړی


د امریکا د مریلند د ایالت یوې میرمن چې میړه یې یو کال پخوا پاکستان کې تښتول شوی دی ، د برمته کونکو نه خواست کړیدی چې میړه یې پریښودل شي چې بیرته خپل کورته ستون شي. دغه ښځه وایی چې میړه یی ناروغه دی او لمسیان یې ورپسې خپه دي اوهره ورځ یې یادوي.

د مریلند د راکویل اوسیدونکی ، اویا کلن وارن وینستن د خیریه موسسې کارکوونکی ، د تیرکال د اگست په میاشت کې په لاهور کې د خپل کور نه ،چې وسلوال سړي ور ننوتلي وو، تښتول شویدی.

القاعدې د مې په میاشت کی یوه ویډیو خپره کړه چې په کښي وینستن وویل که چیري براک اوباما ددغه گروپ غوښتنې و نه منی ، نو هغه به وه وژني.
دا معلومه نه شوه چې دا ویډیو کله ریکارډ شوې وه.

سپینې ماڼۍ د وینستن د سمدستي خوشي کیدوغوښته وکړه ، خو و یې ویل چې د القاعدې سره به کومه معامله ونکړي.

د هغه میرمن نن د دوشنبې په ورځ د هغه د تښتول کیدو د کلیزې په موقع یو بیان خپور کړی او د هغه د خوشې کیدوغوښتنه یې کړیده. هغه وایي چې میړه یي د زړه ناروغي ، سخته سالنډي او د وینې لوړ فشار لري، او که چیري هغه ډاکتران او متخصصین یی و نه گوری چې دا دومره کاله یی د هغه غم د صحِت او ژوند غم خوړلی دی، نو صحت به یې ورځ په ورځ خراب شي.

وینستن په پاکستان کې د استن پرمختیایی ټولنې د ادارې ریس او قراردادی کارکوونکی و چې په پاکستان کې د کاروبار خاوندانو او د حکومتي سکتور خلکو ته مشورې ورکوي.

دغه کمپنې ویلي دي چې وینستن د پاکستان د حکومت د مختلفو ادارو سره کار کړیدی او د هغه د کار له برکته په هغو ټولنو کی چې هلته بزنسونه موجود دی، په اقتصادي لحاظ د ولس د ژوند معیار جگ شوی دی او خلکو ته سلگونه کارونه پیدا شویدي.
XS
SM
MD
LG