پاکستاني چارواکي وایي، په بلوچستان کې د یو مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
په دغه هېواد کې د ډان ورځپاڼې د ځايي چارواکو له خولې ویلي چې دا بس تېره شپه د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ "شیراني دانه" سیمه کې یوې ژورې کندې ته لويدلی دی.
دغه مسافر وړونکی بس چې ۳۰ کسان پکې سپاره و، له اسلام آباد څخه کویټې ته روان و.
د مهتاب شاه په نوم یوه ځايي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دغه بس موټر د زیات سرعت له امله کندې ته لوېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې ۱۹ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. هغه همدارنګه ویلي چې کېدای شي د قربانیانو شمېر زیات شي.
د بلوچستان ایالاتي وزیر عبدالقدوس بیزنجو د ټپيانو د درملنې په هدف د ژوب او شاووخوا په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
تېره میاشت هم د بلوچستان په شمال قلعه سیف الله سیمه کې د یو مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي و.
د پاکستان دولتي تلویزیون د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد صدراعظم شهباز شریف د یادې پېښې په اړه خواشیني او د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې ده. ښاغلي شریف د پېښې ټپيانو ته د بیړنو روغتیايي مرستو رسولو امر هم کړی دی.