د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر افغانستان غږ وکړ چې سیاسي لوبې دي نه کوي


پاکستان پر افغانستان غږ وکړ چې سیاسي لوبې دي نه کوي
پاکستان پر افغانستان غږ وکړ چې سیاسي لوبې دي نه کوي

پاکستان دافغانستان په حکومت باندې غږ وکړ چې په دپاکستان پر خلاف د الزامونو د لگولو په وسېله دي سېاسې لوبې نه کوي. دافغانستان حکومت څو ورځې مخکې تور ولگوه چې په افغانستان کې په څو غټو حملو کې پاکستان لاس درلوده.

دافغانستان د استخباراتو اداره واېې چې د سولې دعالي شورا دپخواني رېس برهان الدېن رباني د قتل پلان په پاکستان کې جوړ شوې و او قاتل ېې هم پاکستانې ؤ.

خو اسلام اباد د افغانستان دغه الزام رد کړې دی او داستاد ربانې د وژولو د دوسېې په تحقېقاتو کې ېې ورته د همکارۍ وړاندېز کړی دی.

نن د پاکستان دبهرنېو چارو د وزارت وېاندې مېرمن تهمېنې جنجوعه د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې په پاکستان باندې دې ناحقه تورونه نه لگوي

هغې په اسلام اباد کې خبرېالانو ته ووېل چې دافغانستان د حکومت ماموران باېد په خپلو څرگندونو کې د هغې په وېنا پوخوالی او مسوولېت وښېې، سېاسې لوبې دې نه کوي.

دپاکستان د بهرنېو چارو دوزارت وېاندې دا خبره هم وکړه چې دپاکستان حکومت د هند اوافغانستان ترمنځ دستراتېژېکي انډېوالۍ تړون په ډېر غور مطالعه کوي.

ددغه نوي ټرون دلاس لېک کولو نه وروسته به دهند او افغانستان سېاسي، اقتصادي او امنېتي اړېکې غښتلې شي. هند موافقه وکړه چې دافغانستان امنېتي ځواکونه هم و روزي. مېرمن جنجوعه ووېل هر ډول تړون چې لاس لېک کېږي باېد دسېمې دامنېت او ثبات بنېادي اصول په کې پام کې و نېول شي.

د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا گېلاني پرون وېلی و هند او افغانستان دواړه ازاد ملکونه دي او هر څه چې وغواړي د کولو حق ېې لري. جمهور رېس کرزي هم کوښښ وکړ چې پاکستان ته ډاډ ورکړي. هغه ووېل چې پاکستان مو غبرگونې ورور او هند مو دوست دی.

XS
SM
MD
LG