د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سپین بولدک-چمن پر دروازې محدودیتونه زیات کړي


د سپين بولدک او چمن له لارې هره ورځ ۴۰-۵۰ زره افغانان او پاکستانیان تګ راتګ کوي
د سپين بولدک او چمن له لارې هره ورځ ۴۰-۵۰ زره افغانان او پاکستانیان تګ راتګ کوي

د سپين بولدک او چمن ښار ګوټو اوسیدونکي وايې چې پاکستاني پوځیانو د ناڅرګندو دلایلو له مخې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د سپین بولدک-چمن دروازې کې د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې محدودیتونه زیات کړي دي.

خلک وایې چې پاکستانی لوری غواړي په سیمه کې اغزن تار کش کړي او سېمنټي دیوالونه پورته کړي.

پر سپين بولدک- چمن دروازې هره ورځ ۴۰-۵۰ زره افغانان او پاکستانیان تګ راتګ کوي.

د تیرې اونۍ راهیسې پاکستاني لوري خپل تدابیر سخت کړي چې له کبله يې افغان لوري ته سل ګونه پاکستانۍ لارۍ بندي پاتې دي. دغه لارۍ له کراچۍ بندر څخه په کندهار کې نړیوالو ځواکونو ته د الوتکو تېل انتقالوي.

پاکستان ته زیاتره افغانان د درملنې او کاروبار لپاره ځي. د کندهار یو اوسیدونکی عبدالنافع وایې وایې چې پخوا به په پېسو له دروازې تېریدل خو اوس د پاکستان پوځیانو "ټولې لارې" د خلکو پر مخ تړلي دي.

د ډیورند د کرښې په اوږدو کې میشت افغان پوځیان وایې چې ستونزه د پاکستان سرحدي قواوو جوړه کړې ده.

د افغان سرحدي پولیسو منصبدار عبدالله وایې چې پخوا به یې پاکستاني پوځیانو "خبرې منلې" خو اوس حالات بدل شوي دي.

د پاکستان سرحدي قواوو پر چمن دروازې د محدودیتونو د زیاتیدلو په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلو اړیکو په وجه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپین بولدک او چمن لار په تېر کې څو ځله ټرل شوې ده.

پاکستان پر سپین بولدک-چمن دروازې محدودیتونه زیات کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

XS
SM
MD
LG