د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز:د کابل- اسلام اباد سیاسي مشکلات د سولې مخه نیسي


جنرال نیکولسن د تیرې جمعې په ورځ په پېنټګان کې په څرګنده توګه پاکستان د ترهګرو سره په مرستو کولو تورن کړ
جنرال نیکولسن د تیرې جمعې په ورځ په پېنټګان کې په څرګنده توګه پاکستان د ترهګرو سره په مرستو کولو تورن کړ

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي، که د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي مشکلات همداسې مخ پر زیاتیدو وي، نو په افغانستان کې امن راتلل امکان نه لري.

د اسیا زړه کنفرانس وروسته په اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې سرتاج عزیز دا تور هم لگولی چې افغانستان په پاکستان باندې تورونه د هند په اشارو لږوي.

د افغانستان په اړه د سرتاج عزیز دې خبرو د پاکستان په تگ لاره نیوکې پارولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو دغه ډول خبرې کړې دي.

د پاکستان یو وتلي سناتور مشاهد حسین سید، څو ورځې دمخه په واشنګټن کې د امریکا غږ ته ویلي و چې "که په کشمیر کې اور بلیږي، نو په افغانستان کې امن نشي راتللې".

امریکایي څیړونکی مایکل کوگل مېن وایي، افغانستان د هند په اشارو نه لوبیږي، بلکه پاکستان په سیمه کې افغانستان او نورو هیوادونو ته له هند سره د دښمنۍ په هنداره کې ګوري.

د کارپوهانو په اند، په هند کې د اسیا زړه کنفرانس وروسته په پاکستان باندې په افغانستان کې د امن راوستلو په برخه کې فشار نور هم زیات شویدی او پاکستان په دغه مسله کې د نړۍ په قانع کولو کې هم ناکام ښکاري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن د تیرې جمعې په ورځ په پېنټګان کې په څرګنده توګه پاکستان د ترهګرو سره په مرستو کولو باندې تورن کړ. ښاغلي نیکولسن وویل د حقاني ترهګره ډله د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې وسلوال بریدونه کوي.

په پاکستان کې په وروستیو پارلماني بحثونو کې هم پدغه خبره باندې تاوده بحثونه شوي چې د هیواد سیاست پوځ جوړوي او له ترهګرو سره د مرستو دغه تګارې هیواد په نړۍ کې منزوي کړیدی.

د امریکا کانګرس تیره اونۍ پاکستان ته د ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرسته منظورکړه، خو ۴۵۰ میلیونه ډالره يې له دې سره مشروط کړل چې پاکستان به په خپله خاوره د ټولو ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG