پاکستان هغه رپوټونه ردوي چې وایي گوندې ناټو یې پارولې وي چې د سرحد نه دې خوا ته هوایي حمله وکړي. په دغه حمله کې ٢۴ پاکستاني عسکر وژل شوي دي چې دې پیښې دامریکا اوپاکستان اړیکې چې مخکي هم چندان ښې نه وې لا پسې خړپړې کړې.
د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اطهرعباس نن وویل دا خبره صحیح نه ده چې اول پاکستاني عسکرو ډزې کړیدي.
ناټو او افغان قواووې هسې بهانې چه دا خبره کوی. ده وویل د اتلاف په عسکرو کی څوک مړه یا ژوبل شوی نه دی.
افغانو مامورینو چه نومونه یی نه دی څرگند شوی ، پرون د یکشنبې په ورځ وویل ناټواو افغان قواوو د پاکستان سرحد ته نژدې گزمه کوله چه د پاکستانۍ تاڼې نه ورباندې ډزی وشوې. وروسته ناټو د اتلاف د قوی نه هوایی مرسته وغوښته چه د افغانستان سرحد ته نژدی د مومندو په ایجنسۍ کی ٢۴ تنه پاکستانی عسکر ووژل.
د ناټو ریس اندرس فاغ رزموسن ویلي دي چې د دی پیښې چې یوه غمجنه پیښه وه، بشپړ تحقیق کوي.
جنرال عباس نن وویل پاکستاني عسکر ددغه بی دلیله تیري قربانیان شول اوپاکستاني پوځ ددی عسکرو د وژلو نه وروسته ځوابي اقدام وکړ.
ده وویل دغه حمله تر دوه ساعتو پوري روانه وه.
د پاکستان د پوځ نطاق وویل ، په دې اخرو وختونو کې دا سیمه د جگړه مارانو نه پاکه شوې وه اوپاکستان ناټو ته په سیمه کې د دوه پاکستاني پوستو نومونه هم ورکړي وو چې یوه یې د ولکانو اوبله یې گولډن په نومونو یادیدله.