د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ تر بل کاله وځنډیده


ټاکل شوې وه دا لوبې د سپټمبر په میاشت کې په سریلانکا کې وشي.
ټاکل شوې وه دا لوبې د سپټمبر په میاشت کې په سریلانکا کې وشي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي د افغانستان د کرکټ بورډ غوښتنه یې منلې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو درې لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه بله میاشت په سریلانکا کې وشي، تر بل کاله وځنډوي.

د پاکستان کرکټ بورډ پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، " د لوبغاړو د ذهني روغتیا اړوند موضوعاتو، د کابل نه د الوتکو د پروازونو ګډوډیدو، د خپرونو لپآره د امکاناتو کموالی او په سریلانکا کې د کویډ ۱۹ بیمارۍ د ډیروالي له کبله د افغانستان د کرکټ بورډ غوښتنه منل شوې چې د یو ورځنیو لوبو د راتلونکې میاشتې لړۍ وځنډیږي. "

د پاکستان کرکټ بورډ همدرانګه ویلي چې د دواړو هیوادونو بورډونه به د دې لوبو لپاره د بیا مهال ویش د ټاکلو لپاره په ګډه کار وکړي.

د کابل د هوایي ډګر نه لا هم د سوداګریزو الوتکو پروازونه ندي پیل شوي او په کابل کې په مطبوعاتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي ښایي پاکستان ته په موټرو کې ولاړ شي او د هغه ځای نه دوبۍ او بیا د سریلانکا پایتخت کولمبو ته پاکستان سره د لوبو لپاره ولاړ شي.

خو لوژستیکي ستونزې وروسته تر هغې ډیرې شوې په سریلانکا کې د کویډ نولس د پیښو تر ډیریدو وروسته په هغه هیواد کې د لسو ورځو لپاره د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز ولګیده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ پداسې وخت کې ځنډیږي چې څه باندې یوه اوونۍ کیږي طالبانو کابل نیولی.

سره لدې چې طالبانو ویلي د نارینه وو په کرکټ کې لاس نه وهي خو د ښځینه وو د کرکټ سرنوشت لا ندی معلوم.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو ویلي چې په هیواد کې روان امنیتي وضعیت د هغوي په لوبې اغېز کړی او وایي د کرکټ د لوبې په هکله فکر نشي کولی.

XS
SM
MD
LG