د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان استازی د یوې پوښتنې سره کابل ته راځي


سرتاج عزیز ویلي دي چې په افغانستان کې د جگړې د پای ته رسیدو ډیره ښه لار د سولې خبرې دي
سرتاج عزیز ویلي دي چې په افغانستان کې د جگړې د پای ته رسیدو ډیره ښه لار د سولې خبرې دي

د پاکستان د صدراعظم د ملي امینت سلاکار سرتاج عزیز، د افغانستان سره د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو (ریکا) په شپږمه غونډه کې د گډون لپاره د جمعې په ورځ کابل ته ځي.

ټاکل شوې چې ښاغلی عزیز به د افغانستان د ولسمشر سره ځانگړې لیدنه کتنه وکړي.

یو پاکستاني مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د امریکا غږ ته وویل چې سرتاج عزیز به د جمهور رئیس غني څخه وپوښتي چې آیا د طالبانو سره د سولې د خبرو بیا پیل کیدو ته لیواله دی او که نه.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې اسلام آباد ته نژدې وشوې او ټاکل شوې وه چې د خبرو دوهم پړاو د جولایی په ٣١ ترسره شي.

د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د مړینې خبر د خبرو دغه دوهم پړاو د ځنډ سره مخامخ کړ.

په دې وروستیو د کابل او اسلام آباد ترمنځ لفظي شخړه راڅرگنده شوې ده او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشرانو، د پاکستان پوځ او استخباراتي سازمان د طالبانو څخه د ملاتړ په ډوام او په کابل کې د ترهگریزو بریدونو په طرحه کولو تورن کړي دي. پاکستاني مقاماتو په وار وار دا ډول تورونه رد کړي دي.

پاکستاني مقاماتو ویلي "(کابل ته) زمونږ پیغام ډیر څرگند و. مونږ په دې باور یو چې د طالبانو سره سوله اوس هم ډیره ښه لار ده. د پوځي لارې پرمخ وړل هم پاکستان او افغانستان ته تباهي راوړای شي".

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د اجرائیه ریاست دفتر ویلي دي چې په راتلونکو خبرو کې د پاکستان میانځگړیتوب ته اړتیا نشته.

د ډاکتر عبدالله یو ویاند جاوید فیصل د امریکا غږ ته وویل چې کابل د طالبانو سره د خبرو په آسانتیا کې د پاکستان په نیت باندې شک لري.

XS
SM
MD
LG