د لاس رسي وړ اتصالات

بیرته خپل ټاټوبي ته د ستنېدو دپاره د حالاتو په تمه


په پاکستان کې افغان مهاجرین د بې و زلۍ، تعلیم او تربیې، او روغتیایي ستونزو سره مخ دي.
په پاکستان کې افغان مهاجرین د بې و زلۍ، تعلیم او تربیې، او روغتیایي ستونزو سره مخ دي.
په پاکستان کې افغان مهاجرین پخپل پلرني ټاټوبي کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په تړاو د سیاسي امنیتي او اقتصادي بې ثباتۍ له وېرې هیواد ته د بیرته ستنېدو په برخه کې زړه نا زړه دي.

د پاکستان د پلازمینې په لېرې پرته لمنه کې د افغان مهاجرینو یو غیر رسمي کمپ موقعیت لري چې د څلورسوه پنځوسو نه زیاتې کورنۍ پکې اوسیږي. دلته د افغانستان د بیلو برخو څخه راغلي خلک په خورا سختو شرایطو کې د مهاجرت شپې ورځې سبا کوي. دوي دلته د بی وزلۍ، روغتیایی ستونزو او د تعلیم د نشتوالي سره مخامخ دي.

د دواړو هیوادونوحکومتونود ملگرو ملتونو په مرستې ددې مهاجرینو د ستنیدو په برخه کې هڅو ته لا زور ورکړی.

مایا امېراتونگا په پاکستان کې د مهاجرینو ددفتر مشره وایي د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره د دوه زره دوهم نه را پدې خوا بیرته افغانستان ته د مهاجرینو د استولو ماموریت په بریالیتوب سره پر مخ بیایي خو زیاتوي چې پاتې برخه مهاجرین حالاتو ته په کتو بیرته هیواد ته د ستنېدو په برخه کې زړه نا زړه دي. هغه وایي:

هغه وایي «دا مهاجرین دلته له ډیره وخته راهیسې پراته دي. د اکثرو یی دلته دیرش کاله پوره کیږي. تر اوسه پورې د پاکستان څخه دری اعشاریه اته ملیون مهاجرین بیرته ستانه شوي. په هغو کی ددې کمپ زیات شمیر کورنۍ هم شاملې دي. او همدا لاره پاتې مهاجرینو ته هم خلاصه ده خو زه په دې پوهېږم چې دوي غواړي په افغانستان کې د ټاکنو نه وروسته حالاتو ته انتظار وکړي او داچی د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو نه وورسته وگوری چی هلته به حالات څنگه وي.»

شاه جمروز خان په پاکستان کې افغان مهاجر وايي له هغه وخت راهیسې چې کورنۍ یې په پاکستان کې مهاجره شویده، دده په هیواد کی مثبت پرمختگ هم شوی خو نیوکه یی دا ده چې حکومت ستنیدونکو بی ځایه شویو ته پاملرنه نه کوي او دا مهاجرین په هیواد کې د سیاسي بهیر په اړه هم خوشبین نه ښکاري.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، جانان موسی زي د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان حکومت څخه بیا هم پدې خاطرمننه وکړه چې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې په ډېر سخاوت سره پخپله خاوره کې د ملیون هاو افغان مهاجرینو میلمه پالنه کوي.

هغه وویل «خو اوس مونږ ته ددې وخت را رسیدلای چې بیرته افغانستان ته ستانه شو او د نوي افغانستان په بیا رغونه او پرمختگ کې برخه واخلو چې د تیرو دیارلسو کلونو په موده کې منځته راغلی دی.»

پاکستان پدې وروستیو وختو کې د خپلو اقتصآدي او امنیتي ستونزو په استناد موافقه وکړه چې افغانانو ته د دوه زره پنځلسم کال تر پایه پورې پخپله خاوره کې د پاتی کیدو اجازه ورکړي

خو مرستندوېې ادارې دېته گوري چې په افغانستان کې سیاسي تاوتریخوالی ښایي په پاکستان کې د پاتی یو اعشاره شپږ ملیون ثبت شویو افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو په لاره کې غټ خنډ رامنځته کړي.
XS
SM
MD
LG