د سیاسي او مدني چارو فعال وحید عمر چې پدې وروستیو کې له یوې ډلې غیرحکومتي افغان فعالینو سره اسلام اباد ته تللی و، وايي پاکستان غواړي د طالبانو د ملاتړ او پټنځایونو په اړه بحث ته نوې بڼه ورکړي.
د ښاغلي عمر په اند پاکستاني چارواکي او سیاستوال غواړي چې له خپل ځانه د طالبانو د ملاتړ پړه لرې کړي او ټوله ملامتي افغانانو ته وردغاړې کړي.
امریکا غږ سره په مرکه کې وحید عمر وویل ځینو متقاعد پاکستاني جنرالانو او د مدني ټولنو استازو ټولو ورته همدا یوه خبره کوله چې، نور نو طالبان په پاکستان کې نشته او هغه ترهګر چې پر پاکستاني پوځ او نورو بریدونه کوي، له افغانستان څخه وراوړي.
د پاکستان پوځ څه موده وړاندې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات وکړل او دعوه کوي چې د ترهګرو ځالې يې ورویجاړې کړي دي.
-
جعفر هاند
جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.