د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۱۷، د افغانستان او پاکستان د اړیکو جنجالي کال


۲۰۱۷ د افغانستان او پاکستان د روابطو لپاره یو ستونزمن کال و. په تیرو دولسو میاشتو کې کابل او اسلام آباد په شخړو کې راګېر وو او یو بل یې ترهګرو ته په پناه ورکولو تورنول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ډیرې مودې راپدې پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته نه کوي.

نوموړي ویلي: "د لومړۍ ورځې راهیسې مې هڅه کړې ده چې پاکستان ته د دوستۍ لاس وغځوم، خو منل شوی نه دی."

په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې د صوفي طریقت د پلویانو پر یو زیات له برید نه وورسته، پاکستان د تورخم او چمن دروازې د افغانستان پر مخ وتړلې. د افغان چارواکو په وینا د افغانستان او پاکستان تجارتي راکړه ورکړه اوس شاخوا ۵۰٪ راښکته شوې ده.

د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې یوه بله ناندریزه موضوع د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کټارو لګول دي.

د پاکستان د اردو یو جنرال نعمان ذکریا وایې چې هېواد یې غواړي د ډیورند پر ټولې کرښې کټارې ولګوي.

جنرال ذکریا وایې: "تر ۲۰۱۸ کال به ددې نړیوالې پولې یو داسې انچ پاتې نشي چې زمونږ تر څارنې لاندې نه وي."

افغانستان په پاکستان تور لګوي چې د افغان طالبانو مشرتابه ته یې د کوټې او پیښور په ښارونو او د پاکستان په لویو ایالتونو کې پناه ورکړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپلې تګلارې د اعلان په جریان کې د افغانستان د امنیتي حالاتو د خرابېدو پړه پر پاکستان واچوله.

ولسمشر ټرمپ وویل: "پاکستان هغه سازمان ته پناه ځای ورکړی دی چې هره ورځ زمونږ خلک وژني،" ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "دغه حالت باید بدلون ومومي او ژر به بدلون ومومي."

XS
SM
MD
LG