د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه رپوټونو په اړه له تبصرې ډډه کړې چې وایي امریکا اسلام آباد ته د د بهرنیو مرستو ورکړه ځنډولې ده. د پاکستاني رسنیو په وینا واشنگټن ادعا کوي چې اسلام آباد د حقاني ترهگرۍ شبکې پر وړاندې په جگړه کې پوره پرمختگ نه دی کړی.
رپوټونه وایي که د بارک اوباما اداره کانگرس ته ثابته نه کړي چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکې ته پوره تاوان رسولی دی نو متحده ایالات به هغه هیواد ته د متحدینو د ملاتړ لپاره خپلې راتلونکې مرستې وځنډوي. دا هغه پیسې دي چې پاکستان ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره د مرستې په بدل کې ورکول کیږي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې امریکا د حقاني شبکې پر وړاندې د پاکستان پوځي عملیات کافي نه گڼي. په اسلام آباد کې د امریکا سفارت په دې اړه د تبصرې ډډه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله په دې هکله پوښتنو ته مستقیم ځواب ور نه کړ او پر ځای یې د پاکستان همیشنی موقف څرگند کړ.
هغه وویل " دواړه خواوی د متحدینو د ملاتړ د پیسو د ورکړې په گډون د مختلفو موضوعگانو په هکله سره مشورې کوي، خو هیله لرم تکرار کړم چې د "ضرب عضب" روان پوځي عملیات د پاکستان او افغانستان د ټولو دښمنانو په ضد ترسره کیږي."
ضرب عضب د هغه عملیاتو نوم دی چې د افغانستان پولې ته څیرمه د وزیرستان په سیمه کې د سخت دریځو پر ضد روان دي.
د متحده ایالاتو او افغانستان چارواکيو لا د مخه تور لګولی دی چې د حقاني شبکه چې په سیمه کې د سخت دریځو تر ټولو وژونکېو ډلو له جملې نه ده، د پاکستان د جاسوسۍ له ادارې نه یې پټ ملاتړ ترلاسه کړی دی.
ددې میاشتې په سر کې، په افغانستان کې د ناټو امریکايي قوماندان جان کمبل په واشنګټن کې میشت د بروکلین په انسټیټیوټ کې ددې موضوع په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي کمبل وویل "زما په ذهن کې داسې شک نشته چې پاکستان ښايي د کلونو په موده کې په کافي اندازه کار نه دی کړی چې د حقاني د ګواښ په تعقیبولو کې له مونږ سره مرسته وکولای شي."
هغه وویل ، په دې باور دی چې د پاکستان حکومت له دې ویره لري په داسې حال کې چې د نورو ډلو سره جګړه کوي، حقانیان به ورته هم مخه کړي.
د پاکستان پوځ ادعا لري چې د یکشینبې له ورځې راهیسې یې په شمالي وزیرستان کې له ۱۵۰ نه زیات ترهګر وژلي دي.