د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب پاکستاني طالبانو سره د بشپړ اوربند موافقه وکړه


پاکساني طالبانو په ۲۰۰۷ کال کې د حکومت ضد وسله وال فعالیت پیل کړ.

پاکستاني چارواکو دوشنبه نومبر ۸ (لړم۱۷) اعلان وکړ چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره په "بشپړ اوربند" موافقې ته رسیدلي دي.

پدې موافقې سره به د پاکستاني طالبانو د اورپکۍ فعالیت چې د څو کالونو راپدیخوا په پاکستان کې روان دی، پای ومومي.

د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په سرکاري تلویزیون کې وویل چې داوربند موده به د خبرو اترو پرمختګ ته په کتو د تمدید وړ وي.

ښاغلي چوهدري ټینګار وکړو چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره مذاکرات په جدي توګه د پاکستان د اساسي او نورو قوانینو سره سم شویدي.

دغه پاکستاني چارواکي همدرانګه وویل چې د سولې دا خبرې په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې شوې او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ښاغلي چوهدري وویل چې په افغانستان کې د طالبانو موقتي حکومت پدې خبرو کې همکاري کړې.

د پاکستاني طالبانو یو ویاند محمد خراساني هم تائید کړې چې د حکومت سره یې یوه میاشت په اوربند موافقه کړې چې سبا د سه شنبې په ورځ نومبر ۹ پیلیږي او د دواړو خواوو تر منځ خبرې ادامه لري.

خراساني زیاته کړه، " مهمه ده چې دواړه خواووې اوربند مراعت کړي. افغان طالبان د سولې پدې بهیر کې د منځګړي نقش لري".

یو شمیر پاکستاني چارواکي چې د طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو په هکله معلومات لري وایي چې پدې موافقه شوې چې پاکستاني طالبان به د خپلو بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې چې شمیر یې معلوم ندی په ټول پاکستان کې بریدونه بندوي.

دغو چارواکو ویلي چې دا ګام د دواړو تر منځ د باور د پیدا کیدو په خاطر کیږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره میاشت د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړه چې حکومت یې د پاکستاني طالبانو سره په خبرو اخته دی او دا چې خبرې په افغانستان کې کیږي او د افغانستان طالبان پدې خبرو کې د مځنګړي نقش لري.

داسې ویل کیږي چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني چې د حقاني شبکې مشر هم دی پدې خبرو کې منځګړتوب کوي.

داسې ګمان هم کیږي چې سراج الدین حقاني د پاکستاني طالبانو د غورځنګ تر څنګ د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا (آی ایس آی) سره هم اړیکې پالي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ۲۰۰۷ کال کې فعالیت پیل کړي او د دې ډلې په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون لس ګونه زره پاکستانیان وژل شویدي.


XS
SM
MD
LG