د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغانستان سره د کرکت سیالیو ته لوبغاړي‌اعلان کړل؛ مهم لوبغاړي یې نشته


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه

د پاکستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۲) له افغانستان سره د دریو ۲۰ اورویزو سیالیو لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

دا سیالۍ د مارچ په ۲۴، ۲۶ او ۲۷ نېټو د شارجه په نړیوال میدان کې دي. د پاکستان په اعلان شویو لوبغاړو کې شاداب خان د دغې لوبډلې کپتان دی.

د پاکستان د شل اوریزو د کپتان بابر اعظم په ګډون، د دغه هېواد ځینې نورمخکښ لوبغاړي شاهین اپریدی، محمد رضوان، فخرالزمان او حارث روف په لست کې نشته.

د پاکستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه لوبغاړي به ارام وکړي.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ‌ ادارو څه موده مخکې د دغو دریو لوبو په اړه موافقه وکړه او بیا یې رسمي اعلان وکړ.

په اصل کې ټاکل شوې وه چې افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ لپاره درې یوه ورځنۍ لوبې کړې وای. د پاکستان کرکټ بورډ ویلي وو چې اوس د دریو یوې ورځنیو لوبو ضرورت نشته ځکه چې دواړه هېوادونه نړیوال جام ته وتلي دي.

د دغو لوبو کوربه افغانستان دی او افغان لوبغاړو وار دمخه د دغو سیالیو لپاره په ابوظبۍ کې تمرینونه پيل کړي دي.

دا به لومړی ځل وي چې پاکستان او افغانستان په دې کچې باندې د کرکټ درې لوبې کوي. د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو ویلي دي چې د لوبو عواید به په مساوي ډول تقسیم کېږي.

XS
SM
MD
LG