د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال باجوه: افغانستان په سوله کې متقابله همکاري نه کوي


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه وایي دوی په افغانستان او پاکستان کې د سولې لپاره ډیر کار کړی دی، خو افغانستان متقابل اقدام نه کوي.

جنرال باجوه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزوف ووټل ته ویلي چې پاکستان لپاره د افغانستان سوله او ثبات ډیر ارزښت لري او دوي پدې لړ کې له هیڅ ډول هلوځلو سپماوی ندی کړی. دغه پاکستاني پوځي مشر بیله دې چې څرګند جزئیات ورکړي پر کابل تور ولګاوه چې د سولې لپاره رغنده تګلاره نلري.

دغو امریکايي او پاکستاني جنرالانو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په راولپنډۍ کې سره وکتل.

جنرال باجوه په داسې حال کې د افغانستان د سولې او امنیت د ملاتړ ټټر وهلی چې افغان او امریکايي چارواکي پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې تورنوي چې د حقاني ډلې په ګډون د هغو ورانکارو وسله والو ډلو په ځپلو کې پریکنده کار نکوي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کوي.

امریکايي چارواکي پدې وروستیو کې له پاکستان نه په کلکه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره جدي او صادقانه اقدام وکړي.

تیره اونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قوماندان جان نکلسن وویل چې تر دې دمه پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پخپل دريځ کې بدلون ندی رواستی.

XS
SM
MD
LG