د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي وزیرستان د عملیاتو مخکي طالبان وتلي وو


پاکستاني ځواکونه اوس د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې ددې لپاره عملیات کوي چی له طآلبانو نه یې پاک کړي. دا ځای د طالبانو اصلي مرکز بلل کیدی او اوس تقریبا ټول ترې تښتیدلي دي.

د پاکستان د پوځ عملیات نږدې درې اونۍ مخکې د افغانستان په پوله پرتې دغې غرنۍ او منزوي شوې سیمه کې پیل شوي وو. پدې ځای کې وسله وال ملیشه تښتیدلي، خو خپل تبلیغاتي شیان لکه سي ډیانې او حتی د ځان وژنې واسکټونه یې پریښي دي.

داسی راپورونه ورکړل شوي چې د عملیاتونه څو اونۍ مخکې په سلگونو طالب جنگیالي نایانو ته ورغلي چې د سر ویښتان او ږیرې لنډې کړي او خپلې قیافې بدلې کړي. دا معلومات هغو کډوالو برالا کړې چې د وسله والو ملیشو تر حاکمیت لاندې اوسیدلي وو. اعظم خان په میرانشاه کې د مشهورو نایانو له جملی نه ېو تن دی هغه داسي وايي « ما د پوځي عملیاتو د پیل مخکي د نږدې ۷۰۰ سیمه ایزو او ازبکو جګړه مارانو ږیري او سرونه ورخرولي دي.»

بلاخره وسله وال ملیشه چیرته وتښتیدل؟

سیمه ایزو استخباراتو او د یاغیانو سرچینو د فرانسی خبري اژانس ته ویلي چې د مې میاشتی په پیل کې د اردو د عملیاتو د اوازې د خپریدو سره سم نږدې اتیا سلنه جنگیالي تښتیدلي، او اکثره یې په سختو سرحدي لارو افغانستان ته وراووښتي دي.

یو لویدیځوال ډیپلومات هم خپله اندیښنه څرگنده کړه او داسي یې وویل « مهمه پوښتنه داده چې،اېا د عملیاتو نه وروسته به پاکستان به د حقاني ډلې او نورو ته د بیرته راتلو اجازه ورکړي که نهږ»

ملگري ملتونه وایي شاوخوا اوه اویا زره کسانو د پاکستان د اردو د عملیاتو په وجه د شمالي وزیرستان نه په سختو غرنیو لارو د افغانستان خوست ولایت ځینو سیمو ته پناه وړیده.

تیره میاشت هم همدا ځای و چې یو امریکايي عسکر بؤ برگډال د طالبانو سره د پنځه کلن بند نه وروسته، د پنځو مشهورو طالب بندیانو په بدل کې خوشی او د امریکا متحده ایالاتو ته وروسپارل شو.

XS
SM
MD
LG