د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ادعا: له افغانستانه اوښتي د ټي ټي پي ۱۵ وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې، امنیتي ځواکونو ۱۵ وسله وال وژلي چې د افغانستان له خاورې څخه یې د شمالي وزیرستان ته د اوښتو هڅه کوله.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې یا ISPR د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر درېیمه، وویل چې دغه نښته ۳۶ ساعته روانه وه.

د ISPR په وینا، امنیتي ځواکونو د اګست د ۳۱مې او د سپتمبر د لومړۍ نېټې په شپه د وسله والو د یوې ډلې حرکتونه کشف کړل..

ISPR وايي، امنیتي ځواکونو د وسله والو پر وړاندې عملیات وکړل او د ۳۶ ساعتونو په ترڅ کې یې ۱۵ کسان ووژل. د پوځ په وینا، له وژل شویو وسله والو څخه د وسلو او مهماتو «د پام وړ اندازه» هم ترلاسه شوې ده.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دا پېښه یو ځل بیا ښيي چې په افغانستان کې واکمن طالبان د وسله والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او د پولې د اغېزمن مدیریت په برخه کې پاتې راغلی دی.

په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت د خپلو نړیوالو ژمنو په پوره کولو کې هم پاتې راغلي دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر افغان طالبانو تور لګوي چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابروي او له کابل څخه غواړي چې د دغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

خو د افغانستان د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.

ISPR وايي، په سیمې کې د نورو وسله والو د موندلو او له منځه وړلو لپاره د پلټنې عملیات روان دي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملیات به دوام ولري.

د Armed Conflict Location & Event Data یا ACLED د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. د دغې ادارې په وینا، په پاکستان کې د بریدونو شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۲۴۲۵ ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې ۶۵۸ بریدونه ثبت شوي وو.

د ACLED د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د تحریک طالبان پاکستان اړوند بریدونه هم له ۱۱۸ څخه ۸۳۸ ته زیات شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG