د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د پي ټي ایم بل مشر محسن داوړ هم ونیوه


محسن داوړ وايي په خپله خوښه یې ځان پولیسو ته سپارلی دی
محسن داوړ وايي په خپله خوښه یې ځان پولیسو ته سپارلی دی

په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وایي چې پولیسو د پښتون ژغورنې د غورځنګ بل مشر محسن داوړ نیولی دی.

اسوشیتډپرس خبري اژانس د خیبر پښتونخوا ایالت د یو ویاند شوکت یوسفزي له خولې لیکلي دي چې ښاغلی داوړ په شمالي وزیرستان کې په یوې چاپې کې ونیول شو. پاکستاني چارواکي وايي چې ښاغلی داوړ په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوې پوستې باندې په شوي برید کې په لاس لرلو تورن دی.

خو ښاغلي داوړ د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې هغه په خپله خوښه پولیسو ته ځان تسلیم کړی دی. ده ویلي دي چې د هغه پر ضد قضیه ثبت شوې وه او هغه باید ځان پولیسو ته تسلیم کړی وای. هغه وايي له قانوني اجراآتو نه ویریږي او هر ډول حساب او کتاب ته چمتوی دی.

تر ده مخکې پاکستان د پي ټي ایم بل غړی علي وزیر هم نیولی و چې لا هم په توقیف کې دی. هغه د ترهګرۍ او قتل د هڅو په تورونو تورن شوی دی.

محسن داوړ او علي وزیر د پاکستان د پارلمان غړي دي او د پي ټي ایم مشران وايي چې دوی د پاکستان د پوځ پر کومې امنیتي پوستې برید نه دی کړی بلکې د دوی په ادعا د پاکستان پوځ د پي ټي ایم پر غړو برید کړی دی.

د پي ټي ایم غړي وايي په دغه برید کې لږ تر لږه د دغه غورځنګ ۱۳ فعالان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. خو د پاکستان پوځ بیا وايي چې په دغه برید کې د دوی پنځه سرتېري ژوبل شوي دي.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د علي وزیر د نیولو پر ضد له خپلو ټولو پلویانو غوښتي دي چې لارو او کوڅو ته راووځي او دا پېښه وغندي. د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د پي ټي ایم غړو مظاهرې او احتجاجونه هم کړي دي او لا هم روان دي.

XS
SM
MD
LG