د لاس رسي وړ اتصالات

آسیه بي بي به "ډېر ژر" له پاکستان څخه وځي


یوه عیسوي مذهبه میرمن چې اسلام ته یې د سپکاوي له امله اته کاله په زندان کې تېر کړي، له پاکستان څخه د وتلو نیت لري.

د مېرمن آسیه کورنۍ د پنجشنې په ورځ (نوامبر ۱) وویل چې آسیه د امنیتي ګواښونو له وجې اوس په یو خوندي ځای کې ساتل کېږي.

د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د مېرمن آسیه د قید موده ختمه او هغې ته یې برائت ورکړ. دغه مېرمن د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي په خاطر په ۲۰۱۰ کال زندانۍ شوه. په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي سزا مرګ دی.

له زندانه د مېرمن آسیې خوشې کېدل په پاکستان کې د سختدریځو غوسه راپارولې ده. اسلام آباد او نورو ایالتونو کې مظاهرې روانې دي او دا کار د صدراعظم عمران خان نوي حکومت ته تازه سرخوږی جوړ کړی دی.

عمران خان پرون په یوې ټلویزیوني وینا کې اسلامپالو ته خبرداری ورکړ چې د "نظام زغم ونه آزمایي".

د مېرمن آسیه ورور جېمز مسیح اسوشېټید خبري آژانس ته ویلي چې ۵۴ کلنه خور یې په پاکستان کې خوندې نه ده.

مسیح زیاته کړې خور به یې "ډېر ژر هېواد پرېږدي."

دا مشخصه نه ده چې مېرمن آسیه به کوم هېواد ته هجرت وکړي. د فرانسې او اسپانیې حکومتونو ویلي چې آسیې ته پناه ورکوي.

آسیه بي بي "ډېر ژر" له پاکستان څخه وځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

XS
SM
MD
LG