د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بلوا غلې کولو لپاره پوځ ګمارل شوی


په مظاهرو کې تر اوسه د ۶ کسانو وژل کیدو خبر ورکړل شوی.
په مظاهرو کې تر اوسه د ۶ کسانو وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

په پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د تشدد پیښې چارشنبه مې ۱۰ (غوایي۲۰) دومره شدیدې شوې چې حکومت مجبور شو د بلوا غلې کولو لپاره پوځ وګماري.

د خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور کې د عمران خان پلویانو څو حکومتۍ ودانیو او څلو ته اور اچولی. د نیاز علي په نامه یو مظاهره کوونکي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د عمران خان نیول کیده به د دوي مورال کمزوری نکړي.

هغه ویلي، " مونږ د عمران خان سره ولاړ یو او تر مرګ پورې یې ملاتړ کوو".

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کابینې په غونډې کې د پایتخت اسلام آباد په ګډون په دوو ایالتونو کې د پوځ ځای پر ځای کول منظور شوي چې سوله او امنیت برقرار کړي.

د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د هغو کسانو پر ضد به جدي اقدام کوي چې په پوځ او دولتي ادارو بریدونه کوي.
د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د هغو کسانو پر ضد به جدي اقدام کوي چې په پوځ او دولتي ادارو بریدونه کوي.

امنیتي ځواکونو د کراچۍ په ښار کې د مظاهره چیانو د خورولو لپاره د اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی او په اسلام آباد او نورو ښارونو کې بیا د تحریک انصاف ګوند پلویانو او پولیسو تر منځ د تشدد نه ډک اخ او ډب شوی.

په همدې حال کې د عمران خان یو مدافع وکیل علي بخاري د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د ملي احتساب ادارې غوښتي چې ښاغلی خان به اته ورځې د هغوي سره په قید کې وي او محکمې هم دا غوښتنه منلې.

د خان یو بل وکیل افضل مروت بیا ویلي چې مخکني صدراعظم "ښه روحیه" درلوده خو دا شکایت یې کاوه چې نیمه پوځي ځواکونو د نیولو پر وخت هغه په سر او پښو وهلی.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په پاکستان کې اوس مهال د خلکو تر منځ ډیر محبوبیت لري، پخوا یې ویلي و چې لسګونه قضیې پرې ځکه لګیدلي چې پوځ او اوسنی حکومت کوښښ کوي دی بیرته واک ته رانشي.

په مظاهرو کې تر اوسه لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي.

نړیوال غبرګونونه:

په پاکستان کې د مظاهره چیانو تر ځپل کیدو وروسته یو شمیر غربي هیوادونو د سوله ایزې دموکراسۍ غوښتنه کړې. ملګرو ملتونو د پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې د ښاغلي خان پر ضد محاکمې کې د قانون حاکمیت درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق پدې هکله ویلي، " عمومي منشي انټونیو ګوتریش د مظاهرو په یادونې سره د ټولو اړخونو څخه غواړي چې تشدد ونکړي".

ښاغلي ګوتریش همدارنګه ټینګار کړی چې په سوله ایزه توګه د خلکو د راټولیدو د حق درناوی دې وشي. په پاکستان کې د سیاستوالو بندي کیدل نوې خبر نده بلکې د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې دا هیواد آزاد شوی څو ځله سیاستوال وروسته تر هغه نیول شوي او بندیان شوي چې په پوځي ادارو او مشرانو یې انتقادونه کړي.

پوځ همدارنګه درې ځله په کودتاګانو کې د ملکي ادارې څخه واک نیولی او نږدې درې لسیزې یې پدې هیواد کې واکمني کړې. په پاکستان کې ډیر لږ وخت یو څوک دا زړه کوي چې په پوځ انتقاد وکړي ځکه چې د پوځ لوی درستیزان د هیواد په بهرنۍ او کورنۍ پالیسې کې ډیر نفوذ لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د موبایل خدمتونو د بندیدو امر کړی او د یوټیوب، ټویټر او فیس بوک په ګډون یې ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدود کړی. چارواکو همدارنګه په ټول هیواد کې د ښوونځیو د تړلو امر کړی.

په مظاهرو کې سلګونه د پولیسو افسران ټپي شوي او د پنجاب په ولایت کې چې د وګړو د شمیر له مخې تر ټولو ستر ولایت دی، نږدې ۱۰۰۰ تنه نیول شویدي.

پوځ د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د هغو کسانو پر ضد به جدي اقدام وکړي چې په پوځ او دولتي ادارو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG