د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د دفاع وزیر له روسیې نه د افغانستان د ثبات غوښتنه کړې


Pakistan Defence minister in Moscow
Pakistan Defence minister in Moscow

مسکو او اسلام آباد پدې وروستیو کې د افغانستان په تړاو خپل ګډ دریځ څرګند کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې خواجه آصف خپل روسي سیال ته ویلي چې مسکو دې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره لاس په کار شي. ښاغلي آصف ویلي چې پاکستان د افغانستان د امنیت لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په یو نړیوال امنیتي کنفرانس کې د گډون لپاره روسیې ته تللی دی. دواړو غاړو دغه راز په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو ډلو په ضد د نړیوالو هلوځلو ارزونه هم وکړه.

څیړونکي وايي پاکستان په داسې حال کې د روسیې سره د نژدې اړیکو هڅه کوي چې دا هیواد په سیمه کې د امریکا متحد بلل کیږي او لدغه هیواد نه پراخې پوځي مرستې ترلاسه کوي. د امنیتي چارو کارپوهان د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکو ته په اشارې وایي کیدای شي چې طالبان ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ د دریځ گډ ټکی وي.

په روانه میاشت کې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان نکلسن وویل چې داسې اطلاعات شته چې مسکو د افغان طالبانو ملاتړ کوي. خو روسیې افغان طالبانو ته د وسلو د ورکړې ادعا رد کړې ده.

روسیې په دې وروستیو کې په مسکو کې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ کړی و چې د چین، ایران، پاکستان او هند په گډون په کې د ١١ هیوادونو استازو گډون کړی و، خو امریکا په کې د بلنې سره سره گډون ونه کړ.

له بلې خوا د افغانستان او پاکستان اړیکې په دواړو هیوادونو کې د وروستیو ترهگریزو پیښو په نتیجه کې له بل هر وخت نه ډیرې خړې پړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG