د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان نه غوښتي د امریکاغږ ویبپاڼې دې فعالې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د امریکا غږ د ویب پاڼو په بندیدو اندیښنه ښودلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د امریکا غږ د ویب پاڼو په بندیدو اندیښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنو چارو وزرات د پاکستان د حکومت لخوا د امریکاغږ د ویبپاڼو بندول غندلي دي او د پاکستان نه یې غوښتي چې بیرته دې فعالې کړي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناورټ ویلي "مونږ د پاکستان د حکومت لخوا د امریکاغږ اردو او پښتو څانګې د ویب پاڼو د بندیدو اندیښمن کړي یو"

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د " پاکستان حکومت دې د بیان د ازادۍ د نړیوال قوانینو په وړاندې د خپل قانوني مسولیت درناوې وکړي او بندې شوې ویبپاڼې دې فعالې کړي."

د امریکا غږ مشرې امندا بنت په پاکستان کې د امریکا غږ د ویب پاڼو د بیرته پرانیستو ترڅنګ ویلي: " زموږ پر ویب پاڼو هر راز بندیز په سیمه کې هغه خلک چې په اردو او پښتو خبرې کوي، معلوماتو ته له لاس رسي څخه محروموي. "

د پاکستان حکومت د دسمبر په ١٢ د امریکاغږ اردو او پښتو څانگې ویبپاڼې بندې کړېدي. د پاکستان د استخباراتي ادارې یوې سرچینې امریکاغږ اردو څانگې ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه ویبپاڼې د پښتون ژغورني د غورځنګ په اړه د رپوټونو خپرولو له کبله بندې شویدي.

د پاکستان حکومت تر اوسه پدی اړه تبصره نده کړې چې ولې یې دغه ویبپاڼې تړلې دي خو د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري یوه اوونۍ مخکې ویلي و چې د دروغو خپرولو له کبله ځینې ویبپاڼې بندوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور تیره اونۍ د خبریالانو نه غوښتي و چې د پاکستان په اړه دې د ٦ میاشتو لپاره یواځې مثبت خبرونه خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG