د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د اقلیتونو په اړه د بل چا مشورو ته ضرورت نلرو


د پاکستان د بهرنو چارو وزرات د امریکا د هغه اعلان نه وروسته چې یې پاکستان د مذهبي ازادۍ د سرغړونکو په لسټ کې شامل کړ، ویلي دي چې پاکستان د بل چا مشورو ته ضرورت نه لري.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې "پاکستان د اقلیتونو د حقونو په هکله د بل کوم هیواد مشورو ته ضرورت نه لري."

دغه اعلامیه وایي چې په پاکستان کې د اتباعو د حقونو لپاره قانون موجود دی او د خپلو اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د بل چا مشورې ته ضرورت نه لري.

امریکا د دسمبر په ١١ په خپرې شوې اعلامیې کې لیکلي و چې په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو د خوندي کولو لپاره یې دغه اقدام کړیدی چې په پاکستان فشار واچول شي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وایي چې د امریکا دغه یواړخیز اقدام ردوي او وایي چې دغه لسټ د تعصب په اساس جوړ شوی دی.

پاکستان په امریکا تور لگوي چې د پاکستان نوم یې په دغه لسټ کې د سیاسي اهدافو لپاره شامل کړیدی.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د مذهب د ازادۍ د نړیوال قانون په اساس د پاکستان پشمول، سعودي عربستان، ایران، چین، شمالي کوریا، برما، اریټیریا، سوډان، تاجکستان او ترکمنستان په تور لسټ کې شامل کړیدي او هغوي ته یې مهلت ورکړی چې په خپلو ملکونو کې د مذهب ازادي خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG