د پاکستان حکومت پارلمان ته د منظورئ لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې کوي چې د هغې له مخې به د طالبانو د حملو تفصيلي رپوټونه نه خپروي.
که پارلمان دغه مسوده تصویب کړي نو مطبوعات به نور د ځان وژنکو حملو او ددغو حملو د قربانیانو عسکونه او فلمونه نه شي خپرولی.
ددې نوي قانون له مخې د طالبانو په مطبوعاتي ویناگانو او نورو ټولو هغو اعمالو په خپرولو باندی پابندی ولگول شوې چې یا د ټرورزم ملاتړ کوي او د ټرورېستی حملو باعث کیږي.
که چا ورڅخه سرغړونه وکړه نو په درېو کالو پوری به حبس کېږی او ېو لک اولس زره ډالره به پرې جریمه لگول کیږي.
د پاکستان دحکومت ماموران وايي چې ددې نوي قانون له مخې به هغه سخت قوانین هم فسخ شي چې د پرویز مشرف په وخت کی نافذ شوی وو او مطبوعاتو نه شو کولای چې د هغه په خلاف سپکې خبرې نشر کړي.
د پاکستان حکومت وايي ددغه نوې قانون نه یې هدف د مطبوعاتو کنترول نه دي.