د لاس رسي وړ اتصالات

 بلوچستان ایالت کې د ګوزڼ درې نوی پېښې ثبت شوي


د بلوچستان روغتیایي مقامات وایي ددې ایالت په دریو ولسوالیو کې د ګوزڼ نوې پیښې ثبت شوي دي.

دا پېښې د بلوچستان ایالت په دریو ولسوالیو ژوب، جهل مګسی او نصیرآباد کې رامنځته شوي دي. دا په جهل مګسی ولسوالۍ کې د ګوزڼ لومړنۍ پیښه ده.

د بلوچستان د ګوزڼ مخنیوی څانګې ویاند ډاکټر افتاب کاکړ په دې هکله امریکا غږ ته وویل چې د کروناویروس له کبله په دې ایالت کې د ګوزڼ په ضد ماشومانو ته د واکسین ورکولو کمپاینونه دریدلي دي۔

هغه زیاته کړه چې مونږ اوس د کروناویروس د مخنیوی لپارہ کار کوو او بل دا چې مونږ خپل د پولیو کارکوونکي د حفاظتی شیانو د نشتوالې له کبله کار ته نشو لیږلی، چې هغوی په کروناویروس اخته نشي.

ډاکټر افتاب زیاته کړه چې د روان کال د جون په میاشت کې دوی پلان لري چې د ګوزڼ ضد کمپائن پیل کړي.

په روان کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ پېښو شمېر ۴۷ ته ورسېد. تېر کال پدې هیواد کې د ګوزڼ ۱۴۶ پېښې ثبت شوې وې.

رپوټ: جمیل خان د امریکا غږ کویټه

XS
SM
MD
LG