د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان چین ته پروازونه بند کړل


پاکستان چین ته ټول تلونکي پروازونه بند کړل او له چین سره یې د یوې مهمې لارې پرانستل هم ځنډولي دي.

د پاکستان د هوایي چلند ادارې نن د جنوری په ۳۱ نیټه وویل چې له پاکستان څخه چین ته او له چین څخه پاکستان ته په ټولو پروازونو باندې د فبروری تر دوهمې نیټې پورې بندیز لګول شوی.

دغې ادارې د پروازونو د بندیدو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې دغه پریکړه په اونۍ کې ۲۲ پروازونه وځنډوي.

د پاکستان دولت دغه پریکړه په داسې حال کې کړې ده چې د چین حکومت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۲۱۳ ته رسیدلی.

په چین کې چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې ۹۰۰۰ کسان په دغه ویروس باندې اخته شوي دي.

همداراز راپورونه ښيي چې تر دا مهاله د نړۍ په ۲۱ هیوادونو کې خلک په دغه ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG