د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان بیا ټیک ټاک بند کړ


دا دریم ځل دی چې په پاکستان کې ټیک ټاک بندیږي.
دا دریم ځل دی چې په پاکستان کې ټیک ټاک بندیږي.

په پاکستان کې چارواکو نن پنجشنبه جولای ۱ (چنګاښ ۱۰) د ویډیو د شریکولو مشهوره ټولنیزیه شبکه، ټیک ټاک بنده کړله.

د ټیک ټاک یواستازي او ګڼ شمیر کاروونکو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې حسابونه نشي پرانیستلی.

په پاکستان کې په ټیک ټاک تور دی چې "غیرې اخلاقي" مواد پکې خپریږي خو دا شرکت وایي چې د پاکستان د حکومت او عامو خلکو په غوښتنې یې یوازې پدې تیرو دریو میاشتو کې څه باندې ۶ میلیونه ویډیوګانې د پاکستان لپاره د ټیک ټاک د خدمتونو د برخې نه پاکې کړي.

ټیک ټاک ویلي چې په اکثریت پاکو شویو ویډیوګانو کې "د بالغو بربنډتوب او جنسي فعالیتونه" وو.

د لنډو ویډیوګانو د شریکولو دا ټولنیزه شبکه دوه ځلې مخکې هم په پاکستان د "غیرې اخلاقي" شیانو د خپرولو په تور بنده شوې وه خو وروسته دې شرکت ژمنه وکړله چې خپاره شوي مواد به په سمه توګه څاري.

د ټیک ټاک یو شمیر کارونکو د حکومت پریکړه غندلې او هغه یې "غیرې منطقي" بللې. دوي وایي چې زرګونه کسان پدې شبکې کې خپل تولیدات نورو ته ورښیي او د همدې لارې خپل کاروبار پر مخ وړي.

په پاکستان کې یو شمیر خلکو تیره میاشت د ټیک ټاک پر ضد مظاهرې هم کړې وې او ادعا یې کوله چې پدې شبکې کې د "همجنسبازۍ" د ترویج اړوند مواد خپریږي.

ټیک ټاک په یوې اعلامیې کې ویلي چې په پاکستان کې په سیمه ایزو ژبو د څار ظرفیت یې لوړ کړی او د هغو موادو په خلاف به اقدام کیږي چې د ټولنې د لارښوونو خلاف وي.

ټاکل شوې د ټیک ټاک د راتلونکې په هکله د همدې میاشتې په ۸مه بیا په محکمې کې بحث وشي او تر همدې نیټې به دا شبکه په پاکستان کې بنده وي.

XS
SM
MD
LG