د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه


د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبغاړي
د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبغاړي

د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې پاکستان د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږې۱۵)د شارجې د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې وشوه.

پاکستان د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو کولو بلنه ورکړه چې افغانستان په ټاکل شویو اورونو کې پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

پاکستان دا هدف په وروستي اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

په دې بري سره پاکستان د اسیا کپ سیالیو پایلوبې ته ووت چې له سري لانکا سره به مخامخېږي.

افغانستان او هند سبا خپله وروستۍ لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG