د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستانی اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور ونیول شو


پاکستان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي سزا مرګ دی
پاکستان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي سزا مرګ دی

د پاکستان پولیسو هغه مسیحي ځوان نیولی او بندي کړی دی، چې پر فیسبوک یې د کعبې یو ( نامناسب) تصویر لایک او خوښ کړی و. پولیس وايي دغه تصویر چا په لاس جوړ کړی او یو ډول یې پر کعبې ملنډې وهلي دي.

پولیسو دغه ځوان اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور نیولی دی، په پاکستان کې د ارتداد او اسلامي مقدساتو د سپکاوي سزا مرګ دی.

اسوشیټډ پرس وايي د پاکستان د پولیسو یو چارواکي اختر انصاري د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه شپاړلس کلن ځوان یې د پنجاب په ایالت کې نیولی.

ښاغلي انصاري وویل دغه مسیحي ځوان یې له هغه وروسته ونیوه چې یو بل مسلمان ځوان پولیسو ته شکایت وکړ، چې مسیحي ځوان په فیسبوک کې د کعبې هغه تصویر خوښ کړی، چې چا په لاس جوړ کړی او ملنډې یې پرې وهلي دي.

سره له دې چې پاکستان اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي سزا مرګ دی، خو وخت ناوخت دا ډول پېښې د شخصي عقدو او ستونزو له کبله جوړیږي.

د پاکستان دغه قانون د نورو مذهبونو لارویان او په خاص ډول مسیحیان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي او د هغوی په زړونو کې یې یو ډول ویره او ډار رامنځ ته کړی دی.

همدا تېر کال په پاکستان کې قهرېدلیو خلکو یوه مسیحي جوړه- ښځه او میړه- اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو وهلو ووژل او بیا یې وسوځول. دغه راز دوه پاکستاني چارواکي، چې د دغه قانون پر ضد یې اعتراض کاوه، هم ووژل شول.

دا ډول پېښو په پاکستان کې د نورو اقلیتونو د حقونو او د مذهبي ازادیو په اړه ګڼې پوښتنې پيدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG