د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې یوې چاودنې ۲۵ کسان ووژل


چارواکي وايي د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی
چارواکي وايي د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په سیمه کې د یو سناتور د موټرو په کاروان برید شوی او شاوخوا ۲۵ کسان یې وژلي دي.

په برید کې د چارواکو په خبره تر ۳۰ زیات نور کسان ژوبل شوي هم دي. د داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

برید د جمعې په ورځ ( مۍ ۱۲) د پاکستان د سنا د معاون عبدالغفور حیدري د موټرو په کاروان شوی دی. په بلوچستان کې یو چارواکي منیر رایساني اسوشیتډ پرس ته وویل چې په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل دي.

هغه وايي سناتور حیدري سربېرن ژوبل شوی، اوس په کوټه کې په روغتون کې بستر دی او حالت یې هم ښه دی.

عبدالغفور حیدري د بنسټپالې او طالبانو د ملګرې ډلې، جمعیت علماء اسلام غړی دی چې مشر یې مولانا فضل الرحمن دی.

یو بل چارواکي عبد الرازق چیما وویل چې ځیني زخمیان ښه نه دي. یو حکومتي ویاند انوار الحق کاکړ وویل دا د سړک غاړې ماین و چې د ښاغلي حیدري د موټرو په کاروان وچاول شو. خو ځیني راپورونه وايي چې دا ځانمرګی برید و.

سیمه ییزو تلویزونونو کې د برید د ځای تصویرونه ښودل کیږي چې ډېر زیان یې اړولی دی.

XS
SM
MD
LG