د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په پاکستان کې ۱۲۷ کسان مړه کړي دي- مقامات


د پاکستان د طبیعي پیښو ادارې پرون شنبه ۳۰ جولای (زمری اتمه) وویل چې ددغه هېواد د بلوچستان په ایالت کې د سختو بارانونو او سیلابونو په نتیجه کې ۱۲۷ کسان مړه شوي دي.

ددغه ایالت چارواکي وايي چې سیلابونو د بلوچستان په ۲۹ ولسوالیو کې شاووخوا ۱۰ زره کورونه هم زیانمن کړي دي.

د سیلاب له امله ډیری زیانمنې شوې کورنۍ اوس د خیمو په موقتي کمپونو کې اوسیږي او د ویجاړو شویو ودانیو په خټو او خځلو کې په خپلو مالونو پسې ګوري.

د عبدالعليم په نوم د قادر اباد کلي يوه اوسېدونکي وويل، کور يې ويجاړ شوى او له چارواکو يې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. هغه وايي چې کورنۍ یې د خوړلو د پاره څه نلري.

پاکستاني چارواکي وايي چې په بلوچستان کې د پرله پسې سختو بارانونو او سیلابونو په نتیجه کې ددغه ایالت سرکونو او نورو زیربناوو ته زیان اوښتی او له امله یې د سیلاب ځپلو د ژغورنې او هغوی ته د مرستو رسولو کار ټکنی شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي چې د دوی د ژغورنې عملې په چورلکو کې ځینو لیرو پرتو سیلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي دي او هڅه کوي چې په سیلاب کې بند پاتې خلک راوباسي.

دغه دفتر همدارنګه ویلي چې ځپل شویو سیمو ته یې د خوراکي توکو او درملو په شمول مرستې رسولي او په دغو سیمو کې یې پنځه ګرځنده روغتیایي مرکزونه پرانیستي دي.

د بلوچستان د حکومت د چارواکو په وینا، د سیلابونو له امله په زرګونو خلک بې کوره شوي او ددغه ایالت لږ تر لږه شپږ لوی پلونه زیانمن شوي دي.

په دغو سیلابونو کې د کوټې او د ایران د سرحدي ښار زاهدان تر منځ د اورګاډي پټلۍ تړل شوې او د کندهار او کوټې تر منځ سرک هم بند شوی دی چې له امله یې له ایران او افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ د مالونو تګ راتګ په ټپه درېدلی دی.

XS
SM
MD
LG