د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست-میرانشاه لارې بندې شوي


دوه اونۍ وړاندې د تورخم لاره هم د خلکو په مخ د څو ورځو لپاره وتړل شوه
دوه اونۍ وړاندې د تورخم لاره هم د خلکو په مخ د څو ورځو لپاره وتړل شوه

د غلام خان بندر دوه کاله مخکې د شمالي وزيرستان له عملياتو په مهال وتړل شو او اوس دا دی د ببرک تاڼې او ځاځي ميدان لارې هم بندې شوې دي.

په خوست کې د سرحدي ځواکونو د دويمې لواء قوماندان سمونوال رازمحمد مندوزي وويل، تر اوسه د لارو د بندیدو دليل ندی څرګند. پاکستاني چارواکو هم تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د ددغو لارو تړل نه يواځې د سوداګرو لپاره، بلکې د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو د تګ راتګ په مخ کې جدي ستونزه ياده کړه. ځدراڼ وويل، پاکستان د پولې د تړلو په اړه له افغان لوري سره خبرې ندي کړې.

هغه زياته کړه ”په دې اړه مو ډېرې هڅې وکړې، خو معلومه نشوه چې پاکستاني مليشو په کوم اساس دا لارې تړلې دي. موږ دغه موضوع له مرکزي دولت سره شريکه کړې او هيله من يو چې له ديپلوماتيکو لارو يوه تفاهم ته سره ورسېږي‟.

د خوست د سوداګرو د صنفي اتحاديې مشر انعام رحماني امريکاغږ ته وويل چې د پولې له بندیدلو سره په مارکېټ کې د لومړنيو خوراکي موادو د کمښت له امله نرخونه هم پورته تللي او منفي تاثيرات يې عام خلک زغمي.

هغه وويل ” که پر پکتيا زموږ مالونه راځي، لومړی پټان، بيا ګردېز او بالاخره به خوست ته راځي. پدې سره له ۴۰ زره نيولې بيا تر ۵۰ زره کلدارې د هر لارۍ موټر کرايه اضافه کېږي‟.

څه موده وړاندې د تورخم لاره هم د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د سوتفاهم له کبله وتړل شوه او له څو ورځني ځنډ وروسته بیرته پرانستل شوه.

XS
SM
MD
LG