د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پولیسو ۴ تنه د بودا د مجسمې د ماتولو په تور نیولي


په سوات کې د بودا مجسمه.
په سوات کې د بودا مجسمه.

په پاکستان کې پولیسو څلور تنه پدې تور نیولي چې ګمان کیږي د مردان په سیمه کې یې د بودا یوه لرغونې مجسمه ټوټې ټوټې کړې ده.

دغو کسانو د بودایي مذهب یو پخواني معبد سره نږدې ودانۍ جوړوله او د ځمکې لاندې یې د بودا دا مجسمه پیدا کړې وه.

پولیسو دا کسان وروسته تر هغه ونیول چې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه. په ویډیو کې څو تنه لیدل کیږي چې د بودا مجسمه چې د خاورو لاندې ده، په یوې آلې وهي او ماتوي یې. په سیمه کې لرغون پیژندونکو ویلي چې د بودا ماته شوې مجسمه تاریخي ارزښت لري.

د خیبر پښتونخوا د لرغون پیژندنې د څانګې مشر عبدالصمد خان مطبوعاتو ته ویلي چې د ماتې شوې مجسمې ټوټې یې تر لاسه کړي چې قدامت یې معلوم کړي.

ښاغلي صمد ویلي دي: " له بده مرغه چې مجسمه ماته شوې او داسې ښکاري چې هغه یوه قدیمي مجسمه وه."

پولیس وایي د نیولو شویو کسانو نه تحقیقات کوي چې ولې یې دا مجسمه ماته کړې او د پیدا کولو نه وروسته یې ولې چارواکو ته خبر ندی ورکړی. که ثابته شي چې نیول شویو کسانو دا جرم کړی، تر پنځو کالونو پورې د بند سزا پرې راختلی شي.

دا پیښه د تخت بهایي په غرنۍ سیمه کې شوې ده چې د بودایانو د سلطنت په وخت کې د ګندهارا مهمه سیمه وه. پدې سیمه کې شاوخوا زر کاله وړاندې په اوسني پاکستان او افغانستان کې د بودا مذهب دود و.

XS
SM
MD
LG