د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان د بندیزونو لیرې کیدو غوښتنه وکړه


په دولتي چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر یو ځل بیا په افغانستان باندې د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو د آسانه کیدو غوښتنه وکړله.

میرمن کهر د جرمني د یوې ورځپاڼې سره په مرکې کې پنجشبنه جون ۳۰ (چنګاښ۹) چې په اقتصادي لحاظ د افغانستان څنډې ته کول د دې هیواد "اقتصادي سقوط لور ته ټیل وهل دي".

د پاکستان دې چارواکې په مرکې کې وویل چې د افغانستان د اقتصاد اساسي فعالیت باید په خطر کې وانه چول شي.

هغې زیاته کړه، " که پدې هیواد (افغانستان) نړیواله بانکداري بنده پاتې شي او بهرنۍ شتمنۍ یې هم کنګل پاتې شي، نو همدا (اقتصادي سقوط) به پیښ شي. مونږ باید قحطي ترویج نکړو".

د پاکستان دې جګپوړې دپلوماتې همدارنګه د افغانستان څخه د جرمني په ګډون د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي انتقاد وکړ او وېې ویل چې د ځواکونو تر وتلو وړاندې د حل په لارو چارو مذکرات ونشول او په جرمني یې غږ وکړ چې په افغانستان د بندیزونو په آسانه کیدو کې خپل نقش ولوبوي.

حنا رباني کهر په مرکې کې وویل، " په اوسنیو شرایطو کې دا ښه نده چې افغانستان له لوږې مړ کړل شي او پدې هیواد کې د اقتصادي سقوط خطر ومنل شي".

هغې وویل چې د افغان ولس سره اقتصادي ملاتړ مهم دی.

په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د تریلونونو ډالرو لګښت ته په اشارې میرمن کهر وویل چې " څنګه په جګړې ۳ ټریلونه ډالر لګول کیدی شي خو نن د افغانانو د پایښت لپاره ۱۰ ملیارده ډالر نلرو. زه پدې چلند نه پوهیږم".

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشت راپدیخوا چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي، د متحده ایالاتو په ګډون بهرنیو هیوادونو نه یوازې دا چې په افغانستان یې اقتصادي او امنیتي مرستې بندې کړي، بلکې متحده ایالاتو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ کنګل کړي او په بانکي سکتور یې بندیزونه هم لګولي.

حنا رباني کهر د پاکستان لومړنۍ چارواکې نده چې د دې بندیزنو د لیرې کیدو یا آسانه کیدو غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان په ګډون د حکومت لوړ پوړو چارواکو دیته ورته غوښتنه کړې وې.

وروسته تر هغه چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په یوې اجرائیوي فرمان کې د افغانستان د کنګل شویو شمتمنیو نیمایي برخه د "د افغان ولس د ګټې اخیستو" لپاره خوشې کړه خو ۳.۵ ملیارده یې د یوې حقوقې دعوې تر پای ته رسیدو پورې وځنډوله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د ټولو کنګل شوو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړله او وې ویل چې دغه اقدام کولای شي د افغانستان خلکو د اقتصادي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان خلک له لوي اقتصادي او بشري بحران سر مخ دي. نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې د ستونزو هواري لپاره مهم رول تر سره کړي."

په افغانستان د بندیزونو د آسانه کیدو دا بحث پداسې حال کې کیږي چې جګپوړي طالب چارواکي په دوحې کې د متحده ایالاتو د استازو سره د خبرو لپاره تللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي توماس وسټ په مشري هیئت د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره ویني.

وروسته له هغه چې طالبانو د مارچ میاشتې په ۲۳مه نیټه په افغانستان کې د نجونو لپاره د متوسطه او عالي لیسو د بندیدو پریکړه وکړه، دا به د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ مخامخ غونډه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې، اقتصادي ثبات، بشري حقونو، له خطر سره د مخ کسانو په خوندي وتلو او د نجونو د ښوونځیو د وتلو په ګډون په افغانستان کې پر خپلو علایقو تمرکز لري.

ها خوا بیا طالبانو ویلي چې پدې غونډه کي به د سیاسي موضوعاتو سربېره پر اقتصادي او بانکي برخه باندي ډیر تمرکز وشي.

د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG