د لاس رسي وړ اتصالات

کاکړ طالبانو ته: یا د ټي ټي پي پرخلاف اقدام وکړئ او یا هغوی اسلام اباد ته وسپارئ


پاکستان لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ
پاکستان لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ له طالبانو غوښتي چې پریکړه دې وکړي چې پخپله د " تروریستانو" پرخلاف چې د ښاغلي کاکړ د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو لپاره کاراخلي اقدام کوي اویا هغوی اسلام اباد ته سپاري.

ښاغلي کاکړ د پاکستان د جیو د تلویزیون د جرګې په نوم د پروګرام سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د پاکستان پرخلاف د تروریستي ډلو پروړاندې د طالبانو اقدام نه کول ورته د منلو نه دی.

د پاکستان د کړکیچ او امنیتي څیړنو د انستیتوت د معلوماتو پراساس د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله په پاکستان کې په تروریستي پيښو کې ۷۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

پاکستان د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې د تروریستي بریدو زیاتیدو لپاره ګرم بللی دی او په پرله پسې ډول یې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د افغانستان له خاورې دې پر پاکستان د بریدونو مخه ونیسي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې هیچاه ته د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت ددفاع وزارت سرپرست د روان ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل چې هیڅوک باید په خپله خاوره کې د امنیتي پیښو په مخنیوي کې د پاتې راتللو لپاره افغانان او د طالبانو حکومت ګرم وګڼي.

یعقوب مجاهد د اګست په ۱۵ پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل چې ځینې هیوادونه د خپلو خلکو د عامه افکارو د منحرف کولو لپاره د امنیتي پیښو ملامتي په افغانستان اچوي.

انوارالحق کاکړ د جیو تلویزیون ته ویلي:" د پاکستان لپاره ټول افغانان یو شان اهمیت لري" هغه زیاته کړه:" پاکستان او افغانستان ددې لپاره چې یو د بل څخه څه تمې لري باید په صادقانه توګه فکر وکړي".

ښاغلي کاکړ په دې مرکه کې ادعا کړې چې طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو په اړه خبر دي او ټینګار یې کړی چې د " تروریستانو" پر وړاندې اقدام یوه اړتیا ده.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم د روانې نومبر د میاشتې په اتمه هم یو خبري کنفرانس ته ویلي و چې پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت ته دا پیغام رسولی و چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ یو غوره کړي.

همداشان ښاغلي کاکړ وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پاکستان تمه لرله چې افغانستان کې به تل پاتې سوله ټینګه شي او طالبان به د پاکستان مخالفو ډلو په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره عملیات ترسره کړي او خپله خاوره به ددغه هیواد پرخلاف ونه کاروي.

خو هغه وویل چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په پاکستان کې " تروریستي" بریدونه ۶۰ فیصده او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده زیات شوي دي.

کاکړ ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې په ترهګریزو بریدونو کې چې مسوولیت یې تحریک طالبان پاکستان چې د پاکستان ددغه چارواکي د ادعا له مخې د افغانستان خاوره کاروي، ۲۲۶۷ بې ګناه پاکستانیان وژل شوي دي. هغه ادعا وکړه چې په ځانمرګو بریدونو کې ۱۵ اففانان هم شامل و.

طالبانو حکومت د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم دغې تازه مرکې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې وړاندې د دغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي کاکړ ورته څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و، چې افغانستان په پاکستان کې دننه د امن د ټينګولو مسئولیت نه لري او د هغه په وینا پاکستان باید "خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي."

د مجاهد په وینا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته "په پاکستان کې نا امني زیاته شوې، د دې دلیل نشي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG