د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف د سترې محکمې غوښتنه منلي ده چه د ملک په جمهورریس د اداري فساد دوسیه بیرته را وسپړي

د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف د سترې محکمې غوښتنه منلي ده چه د ملک په جمهورریس د اداري فساد دوسیه بیرته را وسپړي.

کیدی شي چه دغه اقدام د پاکستان د حکومت او د قضا ترمنځ د اوږدې مودې د تاوتریخوالي کمولو ته گټه وکړي.

سترې محکمې ددی کال په سر کې پخواني صدراعظم یوسف رضا گیلاني همدغسې حکم ته د بې اعتنايي له کبله مجرم وگڼلو. او وروسته د صدراعظمی نه لیرې کړې شو.

په ننئ استعماعیه غونډه کې ، اوسني صدراعظم اشرف ، محکمې ته وویل چې د قانون وزیر ته به هدایت ورکړي چه د سویس مقاماتو ته ولیکي چې هغه مخکینې خط چه د جمهورریس اصف علي زرداري په ضد د اداری فساد تحقیق معطلوي، د هغه دوسیی نه لیری کړي.

محکمې ښاغلي شرف ته د سپمتبر تر٢٥ پورې وخت ورکړو چه اول دې محکمې ته وښیی او بیا دې سویتزرلیند ته ولیږي.

د سترې محکمی قاضي ِآصف سعید کهوسا وویل ، صدراعظم باید همدغه راز محکمې ته خبر ور کړي چه لیک ولیږل شو، او د سویس مقاماتو تر لاسه کړ. کهوسا وویل هیله لري چه دا مسله به د اکتوبر تر دویم پورې حل شي.
XS
SM
MD
LG