د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال غفور: د خیسور پېښه د پوځ خلاف کارول کیږي


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وزیرستان ته د یو سفر په مهال د جیو ټلویژون د حامد میر د یوې پوښتنې په ځواب کې د خیسور د حیات خان د کورنۍ تورونه رد کړي دي.

جنرال غفور وایي چې: "که یو څوک له پوځ سره خپله دښمني کوي نو په هغې کې دې خپلې ښځې نه راګډوي. هغه وویل که تاسو په څه وجه پوځ په نښه کوئ نو په هغې کې د خپلو خویاندو میندو ناموس مه استعمالوئ."

جنرال غفور تور ولګوه چې د ټولنیزو رسنیو په یوه طریقه دغه خبره کېږي، هغه وویل چې د وزیرستان خلکو پخپله په پوځ دغه تورونه رد کړي دي. "پرون دلته یوه جرګه وشوه او په جرګې کې دغه تورونه ناسم ثابت شول،په پوځ کې یو نظام موجود دی، غلطي د هر چا نه کېدی شي که او د چا نه که غلطي وشي نو هغه ته سزا ورکول کیږي."

جنرال غفور وویل چې په خیسور کې چې په پوځ کوم تور لګول شوی دی، هغه د دی ځای د کلتور هم خلاف دی او په خپله د دې ځای خلکو دغه رد کړی دي، هغه زیاته کړه:

"زمونږ کومې خور چې دغه بیان ورکړی دی هغه وایي چې د پنځو کلونو نه صبر کوي، که د دنن نه پنځه کاله پخوا یوه پیښه شوي وي نو هغه دې د نن د پېښې په ډول وړاندې نه کړل شي."

د جنرال غفور څرګندونو ته غبرګون

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور دغو څرګندونو ته د بشري حقونو فعالانو سمدستي غبرګون وښودو.

د پارلمان غږي محسن داوړ د پوځ د ویاند بیان هغوي ته سپکاوی وګڼه، محسن داوړ لیکي:

"ایا د حیات خان او د هغه د مور بیان هیڅ ارزښت نه‌لري. دا لکه په زخمونو مالګه دوړول دي، د دی کسانو سره مسله دا ده چې هغوی خپله غلطي نه مني."

بشری ګوهر چې خیسور ته ورغلې وه او د حیات خان له مور سره یې ملاقات کړی و، په خپل ټویټر د پوځ د ویاند دغه ادعاګانې رد کړی او ویې ویل چې د هغوی د پوځ جوړې کړې جرګې نه مني.

د یادونې وړ ده د خیسور د حیات خان د ویډیو د خپرېدو نه وروسته په پاکستان کې د پښتون تحفظ تحریک او د حقونو نورو فعالانو د دغې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه پیل کړې ده خو د حیات خان مور وایي چې په هغوی د بیان د بدلولو لپاره سخت فشار اچول کیږي.

XS
SM
MD
LG